د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزي له وزیر اعظم سره پر فاټا اصلاحاتو خبرې کړې


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمو دخان اڅکزي د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره ملاقات کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمو دخان اڅکزي د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره ملاقات کوي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دریځ دی چې فاټا اصلاحات دې د قبایلو په خوښه وکړل شي چې په دې موخه یې د تېرې میاشتې جنورۍ په ۳۰ مه نېټه د قبایلو جرګه هم رابللې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمو دخان اڅکزي د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره په خپله لیدنه کې پر فاټا اصلاحاتو خبرې کړي دي.

په اسلام اباد کې د زیارت په مازیګر د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي د پاکستان وزیراعظم نوازشریف سره ملاقات وکړو چې پکې د قبایلي سیمو په اصلاحاتو باندې ورسره خبرې وکړې.

په دې اړه مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقهارودان وویل:

''مشر محمود خان اڅکزي چې کوم ملاقات کړی دی نو بله کومه موضوع نه وه هم په فاټا اصلاحاتو يي ورسره خبرې کړي او په دې کې موږ وزیراعظم ته خپل لسټونه هم ورکړل د فاټا جرګې په حواله چې دغه خلک راغلي ول.''

یاده دې وي د تېرې میاشتې په دیرشمه نېټه پښتونخواملي عوامي ګوند په اسلام اباد کې د قبایلو جرګه رابللې وه چې پکې قبایلو د ځان له صوبې غوښتنه کړې وه.

بل پلو له قبایلو د پارلېمان ځنې غړي وايي چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړل شي.

د فاټا پارلېمان ځینو غړیو، وکیلانو او ال فاټا سیاسي اتحاد په اسلام اباد کې د روانې میاشتې په ۶مه نېټه د قبایلو جرګه رابللې ده او غوښتنه یې ده چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي.

XS
SM
MD
LG