د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان د درو بهرنیانو په ګډون ۱۶ تنه ګرفتار


د څاړو ښکار پرضد بلوچستان کې ولس بیا بیا احتجاجونه هم کړي
د څاړو ښکار پرضد بلوچستان کې ولس بیا بیا احتجاجونه هم کړي

د بلوچستان، نوشکې په یوه سیمه کې ځايي پولیسو د درو بهرنیانو په ګډون ۱۶ کسان نیولی دي. د نوشکي مرستیال کمېشنر شکیل بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې دغه کسان د شورو/پنجشنبې ورځ هغه مهال ځایي لېویزو ونیول چې کله دوی د یوه قطري شیخ د ښکاریانو له کاروان سره یوځای له کوټې و ماشکیل ته روان ول.

نوموړي وویل چې دغه کسانو نوشکي ته نېږدې د ګلنګور پر چېک پوسټد درېدو پرځای خپل موټران وځغلول، چې وروسته لېویز په دوی پسې شول او په څلورو موټرانو کې سپاره شپاړلس تنه یې ونیول.

د مرستیال کمشنر په وینا چې د پاکستانیانو او بهرنیانو پلټنه روانه ده خو د دوی پرضد تر اوسه مقدمه نه ده کښل شوې ځکه چې پر هغوی هې جرم نه دی ثابت شوی.او بل دا چې له پاکستانیانو سره خپل شناختي کارډونه او له بنګالیانو سره پاسپورټ او ویزې وې.

د یادونې وړ ده چي د ماشکیل په سمیه کې دوې اوونۍ وړاندې د قطر شهزاده پر یوه کاروان په ډزو کې د دغه ولسوالۍ د پولیسو مشر مجید دشتي په ګډون دوه نور امنیتي ساتونکي ټپیان شوي ول.

نېږدې یوه میاشت مخکې د قطر یو بل شهزاده پر کاروان هم دغه ډول برید شوی وو خو هېڅ ځاني زیان نه وو ورته اوښتی.

د یادونې وړ ده چې د قطر شهزاده ګان او د عرب اماراتو شیخان هر کال په ژمي کې د څاړو ښکار لپاره پاکستان ته ځي خو سږ کال یې په بلوچستان کې مخالفت زیات شوی اودغه ډول د خیبر پښتونخوا حکومت هم د څاړو پر ښکار بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG