په بلوچستان کې حج ته د خلکو لېږ دولو اتحاديې په شخصي څانګه کې د حاجيانو لپاره د ټاکل شوي شمېر زياتولو غوښتنه کړې ده.
د سېشنبې په ورځ په کوټه کې د حج پروګرېسيو اتحاديې مشرانو د پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او شکايت وکړ چې د هېواد په کچه د حاجيانو په شخصي څانګه کې په اېښودل شوې برخه کې د بلوچستان ونډه لږ ده.
دوی غوښتنه وکړه چې نه يوازې دې دا شمېر زيات شي بلکې د برابری پر اساس دې دوی په شخصي کمپنيانو و وېشل شي.
د پاکستان حکومت ويلي، په روان کال کې به نږدې يو لاکه اتيا زره کسان حج ته لېږدول کېږي چې پکې زيات به د حکومت د پروګرام او انتظام له مخې ځي.
سعودي عرب سږ کال د پاکستان لپاره د حاجيانو شمېر زيات کړی دی.