د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې بیا په اجتماعي ذمه واریو کې خلک نیول شوي


د خیبر ایجنسې وګړي وایي تیره اونۍ په جمرود او لواړګي کې د شویو دوو چادونو په تور ځايي پولیټیکل چارواکیو د اېف سي آر تر اجتماعي ذمه وارۍ لاندې د خوا و شا سیمو په لسګونه کسان نیولي چې ځېنې یې لا هم په حوالاتونو کې بند دي.

دوی وایي د یو تن ککړ کس په سر ټوله قبیله رانیول ناانصافي ده.

د جمرود کوکيخېلو قبیلې فاروق اپرېدي مشال راډيو ته وویل،”تېره اونۍ د جمرود په سره کمر سیمه کې له یوه پیټرول پمپ سره نېږدې چاودنه وشوه خو هېچا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې. سهار چې راپاڅېدو نو خاصه دارو زما وروڼه حکمت او شهزاد خان بې ګناه ونیول او داسې نور کسان چې سهار دیاړۍ او مزدوریو ته روان ول اوچت یې کړل او په حوالاتونو کې یې واچول. چاودنه یو ځای وشي او نیسي پکې د بل ځای خلک، دغه اېف سي آر نظام دې ختم کړل شي. “

د خیبر یو مشر مراد خان اپرېدی وایي:

”یو تن به له یوې پيښې خبر هم نه وي او هغه ونیول شي، پولټيکلي یو ړوند نظام دی، چې د چا زور وي هغه پکې مخکې وي او چې په حکومت کې یې وس نه وي بر نو څوک یې پوښتنه نه کوي او بیا په میاشتو میاشتو په ناکرده جرم کې په حوالات کې شپې سبا کوي. “

په خیبر اېجنسۍ کې تر اجتماعي ذمه واریو لاندې د بې ګناه خلکو د نیولو په حقله مو چې کله د جمرود پولیټیکل تحصیلدار شکیل برکي سره ولیدل نو هغه وویل:

”موږ په هره پيښه کې ټوله قبیله نه رانیسو بلکې د یو مخصوص تفتیش لپاره د ځېنو خلکو نیول مهم وي او هڅه کوو چې بې ګناه خلک ترې خوشې کړو. “

د خیبر ایجنسې خلک وایي:

”په اجتماعي ذمه واریو کې څومره خلک نیول شوي دي هغه دې زر تر زره خوشي کړل شي، او د دوی له بې ځایه ځورولو دې ډډه وکړل شي.“

XS
SM
MD
LG