د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: وروستیو ورښتونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د ارشیف انځور: په بامیانو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.
د ارشیف انځور: په بامیانو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

کابل ــ په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي وروستیو ورښتونو په ټول هېواد کې ۱۹ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپيان کړي دي.

د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال محمد اسلم سیاس د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل دغو کسانو په پکتیا، کاپیسا، غور، زابل، ننګرهار، کندهار، کونړ او غزني ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارشیف انځور: په ننګرهار کې سیلابونه
د ارشیف انځور: په ننګرهار کې سیلابونه

« په مجموع کې په دغو ولایتونو کې ۱۹ تنه مړه شوي، ۱۲ تنه ټپيان دي، ۱۱ کورنه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹ نور یو څه زیانمن شوي، دا هغه راپورونه دي چې موږ یې لرو. »

ښاغلی سیاس زیاتوي چې وروستیو ورښتو نو یو لړ مالي زیانونه هم اړولي چې حکومت زیانمونو ته مرستې رسولي دي.

د ژمي په موسم کې هر کال په افغانستان کې موسمي ورښتونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسوي.

XS
SM
MD
LG