د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی بول ټي وي چېنل وتړل شو


د پاکستان اردو ژبې چېنل "بول ټي وي" تر هغه وروستو وتړل شو چې د رسنيو منظمولو ادارې "پېمرا"له بندیزه یې سرغړونه کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ د دغه ټي وي پر يوه کوربه عامرلياقت حسېن او د هغه په خپرونه بندیز لګول شوی وو خو له دې سره سره یې د جمعې په شپه خپره کړې وه چې وروستو پر ټي وي چېنل غېراعلانيه بندیز ولګول شو.

د بول ټي وي او عامرلياقت حسېن پرضد په پوليس تاڼه او پېمرا کې د درخواستونو جمع کوونکی د مدني ټولنې فعال جبران ناصر وايي چې پېمرا په دغه خپرونه د بندیز په فیصله عملمداري کې کمزوری ښکاري ځکه چې بول ټي وي د پېمرا د پرېکړې پرضد د جمعې په ورځ په سيند هاي کورټ کې درخواست جمع کوي خو د يادې ادارې هېڅ یو وکيل سيند های کورټ ته نه دی ورغلی.

(پېمرا خو بندیز ولګولو، ښه خبره ده خو هغه عملداري هم پکار ده، بله دا چې دا بندیز په باقاعده توګه د قانون مطابق لګول شوی دی، که د پېمرا ارډېننس ۲۷م دفعه وګورئ نو هم دا پکې ليکل شوي چې که کومه خپرونه کرکې خپروي نو هغه به په سمدستي توګه بندول کېږي، دا ښه خبره ده چې پېمرا خپله ذمه واري اخلي خو دغه ذمه وارۍ په اړه زه يوه پوښتنه کوم چې که په ریښتيا هغوی دا خپله ذمه واري بولي نو په عدالت کې دې هم د دې دفاع وکړي.)

بل خوا په کراچۍ کې مېشت خبريال علي ارقم وايي چې پر یو خبريال، کوربه يا خپرونه بندیز لګول کله هم اوږدمهاله حل نه دی ځکه چې که نن پر ټي وي يوه خپرونه نه چلېږي نو په ټولنيزو وېبپاڼو دغه ټولې خپرونې موجودې وي، پکار دا ده چې د پېمرا غوندې اداره د ټي وي له مالکانو يا مشرانو سره په ګډه داسې قانون جوړ کړي چې پکې د صحافتي میدان سم او ناسم په ښکاره توګه موجود وي.

(د ټي وي چېنلونو لس او پينځلس کاله وشو خو په دې هېڅوک پام نه کوي چې يوه داسې پاليسي جوړه کړي چې کوم څيزونه خپرول پکار دي او کوم نه، کوم رپورټ کول پکار دي او کوم نه، په خپله ټي وي ادارې هم د ځان لپاره داسې ماحول نه سازوي چې دغه د نظم ادارو ته پکې د مداخلت ضرورت راشي.)

د ذکر ده چې د مدني ټولنې فعال جبران ناصر د بول ټي وي کوربه عامرلياقت حسېن پرضد د پاکستانیو رسنيو منظمولو ادارې "پېمرا" د سيند څانګې ته يو درخواست کړی وو چې پکې ويل شوي وو چې ياد کوربه د مدني ټولنې پر تری تم کړل شویو غړیو باندې د مذهب سپکاوي تورونه لګوي، په ټولنه کې نفرت خپروي او پر هغوی د ملحد تورونه لګوي.

له دې سره سره پېمرا ته د مدني ټولنې فعالانو هم د انټرنټ په ليکه د ياد کوربه د خپرونې او د هغه پرضد شکايتونه لېږلي ول چې وروستو يې پېمرا په خپرونې "ايسا نهي چلے ګا" بندیز ولګوو خو د جمعې په شپه تر بندیز وروستو هم دغه خپرونه بول ټي وي نېغ په نېغه ښودلې وه او تر هغه وروستو په پاکستان کې د دغه ټي وي خپرونې بندې کړل شوي دي خو د دې وروستي بندیز په اړه د پېمرا له خوا لا هم کوم بيان نه دی جاري شوی

د بول ټي وي په مشرانو او چلوونکې کمپنۍ (اېګزېکټ) باندې هم لا په عدالتونو کې کېسونه روان دي چې پرې د جعلي ډګريو ورکولو تورونه لګول شوي او تر يو کال زياتې مودې راهیسې هم د دغه کېسونو هېڅ فیصله نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG