د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې دې د نشيي توکیو مرکزونه وران کړل شي


د خیبر ایجنسۍ ولس وایي چې په جمرود کې د هیروینو، چرسو او یوې نوې نشې آیس مرکزونه زیات شوي دي او په لسګونه ځوانان یې په نشو روږدي کړي دي. دوی وايي چې د پېښور له تعلیمي ادارو هم زده کونکي د نشيي توکیو په اخېستو پسې جمرود ته ورځي.

دوي د دغه مرکزونو ورانولو پر نشيي توکیو د بندیز لګولو غوښتنه کوي.

د خیبر ایجنسۍ د جمرود ملک خالد اکبر مشال راډيو ته وویل چې، آیس یوه ډېره خطرناکه نشه ده او د دې په خرڅولو کې کمی نه راځي بلکې کاروبار یې ورځ تر بلې زیاتېږي او چې کوم کسان پکې ککړ دي هغوی ونیول شي او ډېر زر بیا راخلاص شي. پته نه لګېږي چې د چا په واسطه بیرته پرېښودل شي اوس خو د پېښور پوهنتون او داسې نورو تعلیمي ادارو زده کونکي هم ورپسې جمرود ته ورځي او دغه نشه کوي.

د جمرود یو بل تن محمد عمر اپرېدی وایي، چې په جمرود کې هیروین، چرس او آیس ډېر عام شوي دي. دی زیاتوي چې کله یوڅوک د آیس په نشه روږدی شي بیا نه شي ترې وتلی. ډېرو کسانو د دغې نشې له لاسه خپل ژوند بایللی دی. نوموړي وویل که پولیټیکل انتظامیه وغواړي نو د دې مرکزونه ختمولی شي.

د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ ضیاالرحمان وایي چې، (موږ په دا وروستیو کې په جمرود بازار او وزیر ډنډ بازار کې د دغه نشيي موادو دوکانونه ختم کړي دي خو په دې کاروبار کې ککړ کسان یې د خرڅولو لپاره نوې لارې لټوي. په دې کاروبار کې ښکېل کسان که په موبایل فون نشيي توکي خرڅوي او یا یې په خپلو جېبونو کې ساتي نو پرضد یې کاروایی کوو، باقاعده سزا ورکوو او په جېل کې یې اچوو او جرمانې پرې لګوو. پروسږ کال کې مو ۳۷۰ ګرامه آیس نیولي دي او موږ به د دغې نشو د ختمولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کوو.)

د خیبر ایجنسې خلک وایي چې په جمرود او خوا و شا سیمو کې دې د هر ډول نشي مرکزونو پرضد عملیات وکړل شي او چې کوم ځوانان پرې اخته شوي دي د هغوی د علاج لپاره دې یو ځانکړی مرکز جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG