د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانان باید لوړو زده کړو ته علمي او فکري تیاری ونیسي


په خوست کې د دوولسمو ټولګیو یو شمېر فارغان چې په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره د کانکور د ازموینو لپاره په تیاریو بوخت دي غوښتنه کوي، چې د دوی د ښوونیزې کچې د لوړولو لپاره ده ځانګړي پروګرامونه جوړ شي.

دوی چې د سې شنبې په ورځ په یوه راډیويي سیالۍ کې راغونډ شوي ول، مشال راډیو سره په خبرو کې زیاتوله، له تېر کال راهیسې د کانکور ازموینې سختې شوي او کچیرې فارغان ورته پوره تیاری ونلري، نو د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره يې پوهنتونونو ته لاره موندل ستونزمن دي.

یاده سیالي چې سلګونو ځوانانو په کې برخه اخیستې وه، د سولې پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو لخوا جوړه شوې وه.

زاهد شاه انګار
زاهد شاه انګار

د برنامې تابیا کوونکي زاهدشاه انګار د دې برنامې موخې داسې وښودې:

"یو خو د دولسمو ټولګیو د فارغانو لپاره د پوښتنو او ځوابونو پروګرام دی، چې دوی ته جایزې ورکول کیږي او دوی د کانکور د ازموینې لپاره ځانونه ارزوي، دویم هدف يې دادی چې د غیر دودیزو لارو یا د نویو لارو چارو نه په استفادې موږ داسې برنامې وړاندې کړو چې هم يې ټولنې ته خیر ورسیږي او هم د رسنیو لپاره بازار موندنه په نوي شکل دود کړو."

د یادې برنامې د بریالیو زده کوونکو لپاره تحفې او جایزې د یو شمېر خصوصي سوداګریزو شرکتونو، ځايي پانګوالو او د موبایل تلیفونونو د کمپنیو لخوا برابرې شوې وې.

د دولسم ټولګي یو تن فارغ التحصیل محمدالله وايي، چې دا ډول پروګرامونه به د دوی د کانکور د ازموینې لپاره په تیاریو کې ګټور تمام شي.

ده وویل، هغه پوښتنې چې له دوی مطرح شوې، د تاریخ، جغرافیې، دیني علومو، کیمیا او ریاضیاتو له برخو جوړې وې او دوی ترې ډېر څه زده کړل.

د شوکت الله په نوم یو بل زده کوونکی وايي، چې زده کوونکي خو مخکې له مخکې د کانکور له مسایلو سره بلد نه وي، نو پدې سره يې له یوې خوا بلدتوب ډېریږي او بل لوري ته د نورو پر وړاندې د خپل نظر د وړاندې کولو جرئت ترلاسه کوي.

عیدمحمد چې د خوست ښار د ماڼی کلي اوسیدونکی دی وايي، له تېر کال راپدېخوا د کانکور ازموینې سختې شوي او اوس څوک په اسانی نشي کولای، چې یواځې د نقل په واسطه د خېلې سویې پورته پوهنځي او یا مسلکي ادارې ته لاره پیدا کړي.

ده وویل، راتلونکې ازموینې له زده کوونکو مطالعه او زده کړه غواړي او دا ډول پروګرامونه ځوانان پدې برخه کې خپل مسوولیت ته متوجه کوي.

د انګلیسي ديپارتمنت استاد فیض محمد
د انګلیسي ديپارتمنت استاد فیض محمد

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ديپارتمنت یو تن استاد فیض محمد هم دا ډول پروګرامونه د زده کوونکو د کانکور ازموینو د تیاري لپاره په ګټه بولي او زیاتوي:

"زما په فکر له اتیا تر سل سلنې زما له انده دا ډول پروګرامونه د هغو زده کوونکو لپاره چې له دولسمو ټولګیو فارغیږي او د پوهنتونونو لپاره د کانکور تیاری نیسي ګټور او اغېزمن دي، زه تاکیداً له ټولو هغو ادارو، بنسټونو، رسنیو او نورو ټولنیزو جوړښتونو چې د ځوانانو د روزنې پروګرامونه پرمخ بیايي هیله کوم چې دې ورته پروګرامونه جوړ کړي، ځوانان وهڅوي چې مطالعه وکړي او په داسې حالت کې د امتحان پارچې ته کینني، چې بل ته يې سترګې وي، ځوانان باید لوړو زده کړو ته علمي او فکري تیاری ونیسي."

د یادونې وړ ده، په خوست کې تېر کال خواوشا څلورو زرو زده کوونکو په کانکور ازموینه کې برخه کې اخیستې وه او تمه ده، چې سږ کال له هغې زیات د دولسمو ټولګیو فارغان چې په ترکیب کې به يې سلګونه نجونې هم وي، په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره د کانکور په ازموینو کې برخه واخلي.

کتونکي که له یوې خوا د ځوانانو دې کیفیت ته خوشینه دي، خو بل لوري ته په ښوونځیو کې د ښوونې روزنې کیفیت کمزوری ګڼي او وايي چې ممکن په شفافه ازموینه کې ډېر لږ ځوانان د لوړو زده کړو چانس پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG