د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان کابینې ۲۵ فیصده غړي د ایران جاسوسان دي"


د افغانستان ملي مشارکت ګوند رئیس ادعا کوي چې د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي او د هغه هېواد په ګټه کار کوي.

نجیب الله کابلي د سېشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د دغو کسانو نومونه وانه خیستل خو ویې ویل چې په دې برخه کې موثق اسناد لري او که چېرې ولسمشر غني وغواړي، په دې اړه به خپل ټول اسناد ورسره شریک کړي.

کابلي: یاد کسان د ایران ملاتړ له ځان سره لري.
کابلي: یاد کسان د ایران ملاتړ له ځان سره لري.

"زه چې کله وایم د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي زما هدف دا دی، کله چې د ګمارنو وخت کېږي، ترهغه چې د ایران له سفر او د ایران له دولته تائیدي وانخلي اصلاً ځینې مشران هغوی نه معرفي کوی، اوس یې ځای نه دی چې زه د دغو رهبرانو نومونونه واخلم، زه پر خپلو څرګندونو ولاړ یم او موثق اسناد هم لرم، زه پر افغان ولسمشر غږ کوم، هغه وزیران چې له بهرنیو کړیو سره اړیکې لري دوی دې له دندو ګوښه کړي."

ښاغلي کابلي وویل د افغانستان په حکومت کې د ایران د نفوذ مسئله یې له افغان امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او له دوی څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې به په جدیت سره څېړنه وکړي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر همدارنګه وویل چې ایران تل د افغانستان د ملي ګټو په خلاف له وسله والو طالبانو ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې د پراختیایي کارونو په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

ازادي راډيو وغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم واخلي، خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، تر هغه چې ښاغلی کابلي په دې برخه کې اسناد او شواهد وړاندې نه کړي دوی په دې اړه کوم رسمي نظر نه شي څرګندولی.

ښاغلي کابلي ټینګار کړی چې د افغانستان په کابینه کې د جاسوسانو په تړاو اسناد به یوازې له حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر تردې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې ایران د لاسوهنو په اړه څرګندونې او اعتراضونه کړي دي.

ملي مشارکت ګوند: ایران په پټه له افغان طالبانو ملاتړ کوي

خو تردې مخکې په کابل کې د ایران سفارت په کراتو د افغانستان په چارو کې د مداخلو خبره رد کړې ده.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وایي، د افغانستان په کابینه کې د جاسوسانو شتون د شرم وړ مسئله ده.

صافی: دا د شرم وړ مسئله ده.
صافی: دا د شرم وړ مسئله ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په هر دولت او ټولنه کې چې حاکمیت، دولت او حکومت وي، که چېري بهرني هېوادونه د خپلو جاسوسانو پر مټ نفوذ کوي او د هغه هېواد وګړي د جاسوس په توګه ګماري دا د یوه هېواد استقلال، حاکمیت او د ملي ګټو لپاره د شرم ځای دی."

ښاغلي صافي دغه شان ټينګار وکړ چې د قوانینو له مخې حکومت مکلف دی چې په نظام کې د بهرنیو هېوادونو جاسوسان معلوم او مجازات کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG