د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چناره: له چاودنې پس لګېدلی ګرځبندیز واخېستل شو


د کورمې په پاړه چنار کې له بمي چاودنې پس په ځینو سیمو کې لګېدلی ګرځبندیز اخېستل شوی او بازارونه هم خلاص شوي دي. خو ځايي خلک وايي ښار ته پر ننوتونکیو لارو لا هم سختي ده او کلکه څارنه یې کېږی چې له امله عادي ژوند سخت متاثره دی.

یوه ځايي کس او مشر منیر حسېن مشال ریډیو ته وویل، په دې وخت کې چې د وژل شویو د فاتحې دعاګانې روانې دي او د ژوبلو پوښتنې لپاره د خلکو مخه د هسپتالونو پر لور ده، پکار ده چې پر چېک پوستونو هم لږه نرمي راوستل شي.

په پاړه چنار کې د خالي ورځې ګهیځ مهال له عید ګاه سره نیږدې په سبزي منډۍ کې بمي چاودنې تر ۲۴ ډېر ولسي وګړي ووژل او نېږدې ۵۴ یې ژوبل کړل.

د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسېن توري مشال ریډیو ته وویل، له هغې پېښې دا مالومېږي، ترهګر چې څه هم وغواړي، هغه کولی شي.

توري وايي، په سیمه کې د چیک پوسټونه باوجود ترهګرو څنګه بارودي مواد خپل هدف ته ورسولو او هلته یې ځای پر ځای کړل.

ساجد حسېن توري زیاتوي، تر څو چې پر چیک پوسټونو رشوت او درغلي نه وي بنده شوې، تر هغو موږ د ترهګریزو پیښو مخه نه شو بندولی.

د کورمې ایډیشنل پولټیکل ایجنټ نصر الله خان له دغې خبرې انکار کوي چې ګنې پر چېک پوسټونو له خلکو رشوتونه او یا له غفلته کار اخېستل کېږي.

نصر الله خان وايي، په مختلیفو وختونو کې سیکورټي ادارو او پولټیکل انتظاميې ترهګريزې پېښې ناکامه کړي دي او زیاتوي چې د مخکې په پرتله اوس په دې کې ډېر کمی راغلی دی.

د کورمې په سرښار پاړه چنار کې له دې وړاندې هم بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي چې پکې خلکو ته سخت ځاني زیانونه رسېدلي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG