د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: ټرمپ پوهېږي چې ترهګري ټولې نړۍ ته ګواښ دی


د افغانستان حکومت وايي، د امریکا نوی ولسمشر پوهېږي چې ترهګري یو جدي ګواښ دی او پرضد یې مبارزې ته ژمنیتا لري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال مشال راډیو ته وویل، ولسمشر ډونلد ټرمپ پوهېږي چې ترهګرۍ ټولې نړۍ ته ګواښ ورپېښ کړی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

"ترهګري یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی. د افغانستان او د متحده ایالاتو نوې اداره په‎ دې اړه یوه خوله ده چې د ترهګرۍ پرضد باید د ټولې سیمې او نړۍ په کچه مبارزه وشي چې دا خطر د سیمې او نړۍ په سطحه له منځه یووړل شي."

مینه‎پال دا څرګندونې په بګرام کې مېشتو امریکايي عسکرو ته د امریکا د نوي ولسمشر د وینا په غبرګون کې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ پر شلمه نېټه د خپلې دندې لپاره لوړه وکړه.

مینه‎پال په بګرام کې امریکايي عسکرو ته په وېډیويي پیغام کې د هغوی ملاتړ وکړ.

خو د افغانستان جګړې په اړه چې د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده د امریکا د نوي حکومت دریځ لا هم نه‎دی واضح شوی.

وسله‎والو طالبانو په خبرپاڼه کې چې ځینې برخې یې پرون یکشنبه د جرمني خبري اژانس خپرې کړې، له ولسمشر ټرمپه غوښتنه کړې چې د مخکینیو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش کړنلارې دې نه‌ تعقیبوي.

هغوی پر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا پر بهرنۍ کړن‎لاره دې له سره غور وکړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د وسله‎والو طالبانو له لوري ډونالد ټرمپ ته د استول شوي پېغام په اړه وویل:

"افغانستان، امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه پر دې پوهېږي چې څرنګه د ترورېزم له‎ دې باالقوه خطر سره مقابله وکړي او ترورېزم لا هم په سیمه کې د جدي خطر په توګه تلقي کېږي."

د امریکا متحده ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري چې د ناټو له قواوو سره یوځای د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو کار کوي.

د امریکا متحد ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري
د امریکا متحد ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري

امریکايي ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیات هم کوي چې پر اساس به‌ یې لږ تر لږه ۳۰۰ امریکايي سمندري عسکر په پسرلي کې هلمند ته واستول شي.

د امریکا نوي ولسمشر په خپلو ویناوو کې د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش پر ضد مبارزې زیات ټینګار کړی خو په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا د جنګ په اړه‌ یې ډېرې خبرې نه ‎دي کړي.

XS
SM
MD
LG