د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ښاروال وايي د بلوچستان حکومت واک نه ورکوي


د بلوچستان ښاروال کلیم الله
د بلوچستان ښاروال کلیم الله

د کوټې ښاروال ډاکټر کلیم الله خان تور پوری کړی چې د بلوچستان حکومت ځايي حکومتونو ته پر واک ورکولو باور نه لري او بلدیاتي انتخابات یوازې د سپریم کورټ مطمینه کولو لپاره شوي وو.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان آیین د ۱۴۰ مادې تر مخه صوبايي حکومتونه باید ځايي هغو ته ټول اقتصادي او انتظامي اختیارات ورکړي خو صوبايي حکومتونه د سپریم کورټ د احکاماتو سرغړونه کوي. ډاکټر کلیم الله خان وايي، حکومتي چارواکو په پرمختیايي پروژو ووټونه ترلاسه کړي دي او که واک یې بلدیاتي نمایندګانو ته ورکړ نو خپل ووټونه به بېلي.

د فرایډی ټایمز ورځپاڼې ترمخه د بلوچستان د بلدیاتو وزیر سردار مصطفا ترین د ډاکټر کلیم الله خان په څير تورونه رد کړې دي او ویلي چې د ځايي حکومتونو لپاره پنځه اربه روپې بودیجه بیله کړل شوې خو دا په صوبه کې د ځايي حکومتونو د لګښتونو لپاره کافي نه دي.

دغسې په دې ورستیو کې په خيبر پښتونخوا کې هم ناظمانو او ځايي کونسلرانو د فنډونو او واک نه ترلاسه کیدو ضد په پېښور او مختلفو ځایونو کې احتجاجونه وکړل.

خو پوښتنه دا ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه ولې بلدیاتي نمایندګانو ته واک او فنډز ورکولو کې زړه نا زړه دي؟

د سیاسیاتو پخوانی استاد پروفیسر ډاکټر منصور اکبر کنډي وايي، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بلدیاتي مشرانو ته د واک نه ورکولو مقصد عام ولس په جمهوري عمل کې نه شاملول دي.

منصور اکبر کنډي وايي، په دې ورستیو کې په پاکستان کې جمهوریت ته وده ترلاسه شوه خو په دې هېواد کې لا تراوسه بلدیاتي ادارو ته د واک ورکولولاره نه ده خپله کړل شوې.دی زیاتوي، د امریکا، کینېډا او هند په څیر هېوادونو کې د جمهوریت پیاوړي کیدو ستر لامل د بلدیاتي ادارو ملاتړ دي.

خبریال او کارپوه سید علي شاه بیا وايي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه ویره لري چې واک به تری ناظمان او کونسلران واخلي او هم له دې وجې هغوی ته پوره اختیارات نه ورکوي. نوموړی زیاتوي، د پخواني آمرانو د ایوب خان، ضیاالحق او د پرویز مشرف په وختونو کې بلدیاتي نمایندګانو ته پوره اختیارات ورکړل شوې دي او ولسي چارواکو بیا تل دغه بلدیاتي نمایندګان کمزورې کړي دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو ادارې د دسمبر پر ۳۰ نېټه په خپله ویب پاڼه لیکلي چې د تیر کال په نیمايي کې یې د ځايي حکومتونه لپاره اوه اشاریه دوه اربه روپۍ پرمختیايي فنډونه جاري کړې دي.

XS
SM
MD
LG