د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: زده کونکو د پاړه چنار چاودنې خلاف مظاهره وکړه


فایل فوټو
فایل فوټو

د قبایلي سیمې کرمې اېجنسۍ لسګونو زده کونکیو د یکشنبې په ورځ د پریس کلی مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې په پاړه چینار کې ترسره شوی برید وغندلو او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاړه چنار فیاض علي چې په اسلامیه کالج کې سبق وايي، مشال ریډيو ته یې وویل، د ترهګرۍ د پېښو د مخنیوي په لړ کې حکومت یو ځلي بیا ناکامه شوی دی.

د کرمې علي جان چې د امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن مشر هم دې، مشال ریډیو له لارې یې دا غوښتنه هم وکړه چې حکومت دې په سیمه کې د هسپتالونو نظام ښه کړي، ځکه چې هلته بار بار دوی د ترهګرۍ ښکار کیږي او بیا دوی د علاج لپاره پېښور او یا نور سیمو ته سفر کوي.

په دې مظاهره کې یو شمېر هغه ځوانان هم شامل وو چې د پاړه چینار په دې پیښه کې يې خپل خپلوان مړه او یا ژوبل شوي وو.

د کوزې کرمې سهیل عباس مشال ریډيو ته وايي، د دوی په لسګونو کسان له دې وړاندې هم ووژل شول خو حکومت ته یې هیڅ فکر نشته چې د دې مخنیوی یې وکړي.

په پاړه چینار کې د هفتې په سحر دغه چاودنه عید ګاه سره نږدې په سبزي منډيۍ کې شوېده چې په کې ۲۴ عام وګړي مړه او له پنځوسو زیات نور زخمیان شويدي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG