د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه چاودنه او د څو ډلو لخوا یې د ذمه وارۍ قبلول؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې د ځینو ترګریزو بریدونو ذمه واري څوک نه قبلوي، خو د ځینو نورو بیا څو ډلې په یوه وار پړه پر غاړو اخلي.

د کرمې ایجنسۍ پاړه چینار په سبزي منډۍ کې شوې بمي چاودنه کې ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ و زیات ژوبل شول، د دغه برید پړه څو ډلو په یو ځای قبوله کړله. نو داسې ولې کېږي؟

په اسلام اباد کې د سیمه ییزو او سیاسي چارو کارپوه سلیم احمد یې په ځواب کې وايي:

« دې کې اصلي خبره دا ده چې د دې ټولو ډلو مقصدونه یو رنګ وي او دوی د داسې بریدونو په قبلولو، په خپلو سیمو کې ویره ترهه خورول غواړي او خپل وجود غټ ثابتول وي. »

کارپوه سلیم احمد وايي، تر څو حکومت د ښو او بدو وسله والو ډلو ترمنځ توپیر کول نه وي پرېښي، په پاکستان کې به همداسې مرموزې چاودنې کېږي او څو څو ډلې به یې مسولیت قبلوي.

د یادولو ده چې د پاړه چینار په عید ګاه سیمه کې په کال ۲۰۱۵ کې یوه چاودنه شوې وه چې پکې تر د ۲۲ و پورې کسان وژلې شوي او لسګونه نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG