د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان چندو لال بابو هند ته وسپاره


د واهګا پوله
د واهګا پوله

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې یو هندي سرتېری یې بېرته خپل ملک ته سپارلی دی.

د چندو بابو لال چوهان په نوم دغه هندي سرتېری د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته اوښتی و چې هلته بندي کړل شوی و. دا پېښه د تېر کال د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه مخې ته راغلې وه او د بیانونو له مخې چندو لال خپله پوسته پرېښې وه او د کنټرول له کرښې پاکستانۍ غاړې ته تښتېدلی و.

هغه مهال هندوستان ویلي وو چې د دوی پر پوستې د برید نه پس هندي عسکر د غچ اخیستو لپاره پاکستانۍ خاورې ته ننوتلي وو او هدفي بریدونه یې ترسره کړي او اورپکي په نښه کړي وو.

اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې چوهان يې په واهګا پوله هندي چارواکو ته سپارلی دی. د دوي په خبره دا کار يې د کنټرول پر کرښه د امن ټينګښت لپاره پورته کړي دی.

XS
SM
MD
LG