د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امریکا ولسمشر شو


ولسمشر ډونلډ ټرمب د لوړې کولو مهال
ولسمشر ډونلډ ټرمب د لوړې کولو مهال

ډونلډ ټرمپ د امریکا نوی ولسمشر شو او دغه ډول د ولسمشر بارک اوباما دوره پای ته ورسېدله

د امریکا منتخب ولسمشر دونلډ ټرمپ د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په خپله لنډه وینا کې یې وویل چې په ګډه به امریکا بیا مالداره او شتمنه کوو. موږ به یوځل بیا امریکا ځلوو. هو په ریښتیا په ګډه به موږ امریکا بیا ستر هېواد جوړوو.

دا ستاسو هېواد دی

دا ستاسو ورځ ده، ستاسو جشن دی، او متحده ایالات امریکا ستاسو هېواد دی.

زموږ د هېواد هېر شوي سړي او ښځې به نور نه هېرول کېږي. دا نه ده خبره چې کوم یو ګوند مو پر حکومت کنټرول لري. دا به کتل وي چې ایا زموږ ولس واکمن دی که نه.

کنډکپرې امریکايي کارخانې

ټرمپ په خپله وینا کې وویل د هېواد په لر او بر کې کنډو کارخانې داسې کنډکپرې پرتې دي لکه د مزارونو تبڼې. د امریکا دغه کنډو به دروو او همدا اوس به يې دروو.

تر ټولو مخکې امریکا

ټرمپ ژمنه وکړه چې د ده اداره به د کارونو او تعلیم برخه پیاوړې کوي. موږ نور هېوادونه بډای کړل خو زموږ د هېواد شتمني، ځواک او اعتبار یې پر افق خړپړ کړ. یو په بل پسې زموږ د هېواد له غاړې کارخانې بهر ته کډه شولې. زموږ د منځنۍ طبقې له کورونو شتمني او دولت د نړۍ لر او بر ته وبهېدلو. خو له نن ورځې وروسته به یوازې او یوازې امریکا لومړۍ وي، امریکا لومړۍ وي.

امریکايي ویاړ

ټرمپ وویل چې نوی ویاړ به درزونه وګنډي. هغه وویل دا یې شېبه ده چې زموږ سرتېري باید د خپلو نیکونو متلونه هېر نه کړي، او هغه چې موږ تور یو که خړ او یا سپین خو د هېوادپالنې لپاره یورنګه سره وینه ورکوو.

ده په خپله وینا کې زیاته کړه چې کله موږ خپل زړونه وطنپالنې ته پرانیزو نو بیا په موږ کې توپیر هېڅ ځای نه لري.

سختدریځي به له منځه باسو

موږ به متمدنه نړۍ د تندروه اسلامي ترهګرۍ پرضد یوموټې کوو او دا به د ځمکې له مخې بشپړه له منځه باسو.

امریکایان به ګمارو

موږ به د خپلو امریکایانو ښېګړې لپاره کار کوو او هغوی ته به بیا کارونه ورکوو. موږ به دوه چلونه خپلوو. امریکایی څیز واخلئ او امریکایان پر کار ولګوئ.

زه به د خپل بدن په هره ساه کې ستاسو لپاره مبارزه کوم، او زه به تاسو هېڅکله نه مایوسه کوم. امریکا به بیا بریالۍ کېږي او داسې به بریالۍ کېږي چې پخوا یې مثال نه وو.

لوی څښتن دې د امریکا مل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG