د جمعې پر ورځ د منتخب امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو لمانځلو او د هغه پر ضد د احتجاج په موخه په لکونه خلک واشنګټن ته ورغونډ شوي دي.
په رسمي ډول د ټرمپ تر ولسمشرېدو یوه ورځ مخکې هم کارکوونکو د واشنګټن په مرکز کې خاردار تارونه لګول او شاوخوا ۱۵ فوټه لوړ دېوالونه او د ګاډو پر مخ یې خنډونه ولاړول.
د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوداګرۍ تر ولسمشرۍ
نیویارک د ټرمپ تګلارو ضد زرګونه خلک راوتلي
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو په ترڅ کې په زرګونه خلکو په نیویارک ښار کې د نړیوال هوټل او ټاور مخې ته د هغه له ځېنو تګلارو سره په مخالفت کې لاریون وکړ. په دغه لاریون کې وتلي فلمي ستوري، سندرغاړي او د نیویارک ښاروال بیل ډي بلاسیو هم ګډون کړی دی.
د رویټرز او اې اېف ویډيو
د امریکا تلونکې ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن میشل اوباما خپلو هېوادوالو ته د خپلې دندې پوره کېدو وروسته په یوه ځانګړي پیغام کې د یو عادي امریکايي وګړي په توګه مخه ښه وايي