د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا خان عدم تشدد فلسفه د نړۍ ضرورت جو‎ړ شوی


د عدم تشدد سرلاری، باچا خان - د حمدالله ارباب انځور
د عدم تشدد سرلاری، باچا خان - د حمدالله ارباب انځور

شلمه جنوري د خان عبدالغفارخان (باچاخان) د تلين ورځ ده، نن د هغه نهه ويشتم تلين لمانځل کېږي، په هم دا ورځ تېرکال د چارسدې په باچاخان پوهنتون بريد هم شوی وو.

باچاخان بابا تل پښتنو ته د تعليم ، شعور او پوهې ورکولو خبره کړې وه او له تشدده يې نفرت کړی وو، په نن دور کې ليکوالان او سياسي مشران دا دريځ لري چې د عدم تشدد فلسفه يواځې د پښتنو نه بلکې د ټولې نړۍ ضرورت جوړ شوی.

په هم دې اړه د عوامي نيشنل ګوند مرکزي عمومي سېکرېټري ميا افتخار حسېن وايي چې نن نړۍ ځکه د عدم تشدد فلسفې ته اړتيا لري چې خلک د جنګوروستۍ څوکې ته رسېدلي دي.

"نن که پر باچاخان، خدايي خدمتګار غورځنګ او عدم تشدد باندې څېړنې روانې دي نو د دې لويه وجه دا ده چې نړۍ او دلته اوسېدونکي د جنګ اخيري پړاو ته رسېدلي، د نړۍ په هر ګوټ کې اور بل دی، زموږ خاوره خو ترې تېره شوې او لا تېرېږي نو په داسې حال کې د باچا خان فکر او سوچ ته ډېر زيات ضرورت دی."

د پښتو اکېډمۍ پېښور څېړنېز مرکز غړی ډاکټرشېر زمان سيماب چې د باچا خان په ليکونو يې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی وايي چې باچا خان د عمل سړی وو او د هغه د عمل لويه برخه عدم تشدد وو او هغه د ليک له لارې هم د دې فلسفي د عامولو لپاره عملي هڅې کړي دي.

د نوموړي په وینا چې د باچا خان په عمل کې لوی کردار د عدم تشدد دی د کوم په اړه چې باچاخان په خپل کتاب کې ليکلي چې دا يې د پېغمبر پاک (ص) د مکې ژوند نه اخېستی دی. دا هر څه هغه په خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" سره سره په "پښتون" مجله کې هم چاپ کړي دي چې د هغه د مضمونونو شمېره تر ۴۰۰ زياته ده۔

ميا افتخار حسېن وايي چې باچا خان تل د انسانيت خبره کړې او هغه تل د مالدار او د غريب ترمينځ د فرق مخالفت کړی دی او د سماجي انصاف د ودې لپاره يې عملي کار کړی وو او د دې عمل د خورولو لپاره يې د چارسدې په سردرياب کې په باقاعده توګه يو مرکز هم جوړ کړی وو چېرته چې به په رسمي توګه د خلکو روزنه هم کېدله.

د ۲۰۱۶م کال د باچاخان د تلين په ورځ پر ۲۰مه جنورۍ د چارسدې په باچاخان پوهنتون باندې وسله والو بريد کړی وو چې اتلس کسان وژل شوي وو، په شلمه جنورۍ له پښتونخوا سره سره د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د با چاخان د تلين په مناسبت دستورې کېږي خو ورسره پر باچا خان پوهنتون د بريد تلین هم لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG