د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: هدفي برید دوه پولیسوال ووژل


د بلوچستان په مرکز کوټه کې بېګا شپه ناڅرګند وسله والو دوه پولیسوال په ډ‌زو وژلي دي. لومړی پېښه د کوټې پر جواینټ سړک هله رامنځ ته شوې کله چې پر موټرسایکل سورو دوو وسله والو کسانو پر نوید شهزاد ډزې وکړې او تر دې نېږدې نیم ساعت وروسته پر سپیني روډ بیا وسله والو کسانو پر الطاف نومي پولیسوال ډزې وکړې. چې وروسته په پېښه کې ژوبلو دواړو کسانو ساه ورکړې ده.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري خواشیني څرګنده کړې ده او دا یې د پولیسو هدفي وژنه بللې ده. اعلا وزیر په صوبه کې د پولیسو مشر ته امر کړی دی چې د ترهګرۍ په پېښه کې ککړ کسان دې زغرده ونیسي.

XS
SM
MD
LG