د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی سیاست او د ښځینه سیاستوالو اندېښنې


سیاستواله نګهت اورکزۍ
سیاستواله نګهت اورکزۍ

په پاکستان کې ځینې ښځینه سیاستوالې شکایت کوي چې په ټولنه کې اکثره عام سړي او په ځانګړي توګه سیاستوال ښځې پرمختګ ته نه پريږدي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د ښځو په ځانګړې څوکۍ رسېدلې د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ وايي، سیاسي او مذهبي ګوندونه د ښځو په مقابله کې سړو ته زیات ټکټونه ورکوي او ښځې د دې جوګه نه ګڼي چې هغوی هم د ټولنې د مثبته بدلون او ښیګړې لپاره کار کولی شي.

په دې ورستیو کې په پاکستان کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (نېشنل کمیشن ان د سټېټس اف ویمن) په یوې خبر پاڼې کې ویلي، حکومت دې د ټولو ګوندونو لپاره دا لازمي کړي چې ښځو ته به په عامو سیټونو د انتخاباتو لپاره لږ تر لږه لس في صده ټکټونه او د ګوندونو دننه په ټولو پریکړو کې ۳۳ في صده نمایندګي ورکوي.یادې ادارې دا هم ویلي چې په قامي اسمبلی کې د ښځو مخصوصې څوکې دې زیاتې کړل شي.

د جمعیت العما اسلام ف ګوند غړې مولانا نصیب ګل وايي:

« د مخصوصو نشتونو لپاره امتیازي قانون جوړول ګټور نشې ثابیدای، البته سیاسي ګوندونه دې ښځو ته په عامو انتخاباتو کې د برخې اخیستو موقع ورکړي.»

یاده دې وي چې د پاکستان په قامي اسمبلی کې په ۳۴۲ سیټونو کې د ښځو لپاره ۶۰ سیټونه ځانګړي کړل شوې دي.

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سيکتر میا افتخار حسېن وايي.

« اکثرو ښځینوو سیاستوالو لپاره د انتخاباتې کمپاېن پرمهال کور په کور ګرځیدل ګرانه شي نو دغسي د ځنو ټولنیزو وجوهاتو له امله ښځې په ازادو سیټونو راتللو ته زړه نه ښه کوي او هم دا وجه ده چې د هغوی نمایندګي کمه وي.»

د مسلم لیګ (ن) ګوند ویاند صدیق الفاروق بیا وايي، په اسمبیلو کې ښځو ته ورکړل شوې څوکی کافي دي.

« د مسلم لیګ ن ګوند په مشرۍ حکومت د قامي اسمبلۍ په ګډون د هېواد په هره اداره کې د ښځو نمایندګي زیاتولو لپاره هلې ځلې کړي دي.»

صدیق الفاروق وايي، سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د مقابلې صلاحیت ته ګوري او هغو کسانو ته ټکټونه ورکوي څوک چې د انتخاباتو د مقابلې صلاحیت لري.

XS
SM
MD
LG