د کوټې د ښار اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې که څه هم دوی د واورې او باران په لړۍ خوشاله دي خو له دې کبله د بجلۍ ، ګېس او اوبوپه ترلاسه کولو کې یې ستونزې هم زیاتې شوې دي.
د کوټې تر څنګ په زیارت ، ږوب ، لورالايي او نورو سیمو کې هم له میاشتو وروسته باران او له کلونو وروسته واوره شوې ده.
په دې اړه د ایوب ترین رپوټ واورئ
-
ایوب ترین
ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.