د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په تعلیمي نظام کې بدلون کوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د کالجونو استادانو ویلي چې دا یو ښه نظام دی خو د دې تر عملي کولو وړاندې دی حکومت د استادانو ستونزې هواري کړي

پېښور: د خیبر بښتونخوا حکومت وايي راروانو دوو کالونو کې به په ټوله صوبه کې د بي اې یا د څوارلسم دوه کاله ډګرۍ نظام ختم کړي او له نړیوال معیار سره سم به د څلورو کالو بی اېس نظام عملي کړي.

دا خبره د خیبر پښتونخوا د لوړو ذده کړو لپاره د وزیراعلا مشیر مشتاق غني د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.

مشتاق غني وویل ، دا نه یوازې نړیواله اړتیا ده بلکې د پاکستان د لوړو زدکړو محکمې هم دوی ته امر کړی دی چې دا ګام پوره کړي.

نوموړي وویل چې د خیبر پښتونخوا په پنځو کالجونو کې له وړاندې دا نظام ډېر په بریالیتوب روان دی او دوی تابیا کړې ده چې تر ۲۰۱۸م کاله یې د صوبې ټولو کالجونو ته ورسوي.

بل خوا د کالجونو استادانو ویلي چې دا یو ښه نظام دی خو د دې تر عملي کولو وړاندې دی حکومت د استادانو ستونزې هواري کړي او هغوي ته دې د پوهنتون د استادانو په شان د لوړو ذده کړو زمینه برابره کړي.

مشتاق غني ویلي چې دوی به د دې نظام لپاره د اړتیا په صورت کې د نیو کسانو ګمارلو او نورو لازمو وسایلو برابرولو لپاره هم ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG