د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي ، پر خاوره یې د وسله والو پټنځایونه نشته


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا

بل پلو په کابل کې را پارېدلو یو شمېر افغان وګړو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په کابل کې دې د پاکستان سفارتخانه وتړي او د دې هیواد پر ضد دې ګامونه پورته کړي.

اسلام اباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ، دوی کله هم د دې اجازه نده ورکړې چې خاوره یې د بل هیواد پر ضد وکارول شي.

دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته د یاد وزارت د ویاند نفیس زکریا د څرګندونو پر اساس په خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند نفیس زکریا په قبایلي سیمو کې د وسله والو د خوندي پټنځایونو په اړه تورونه رد کړي دي.

نفیس زکریا په افغانستان کې تر ورستيو بریدونو وروسته د افغان چارواکو د بیانونو په ځواب کې ویلي چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوری پر لسمه نېټه په افغانستان کې پرلپسې بریدونو په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په دې بریدونو کې یو د کندهار د والي پر مېلمستون شوی وو په کوم کې چې د کندهار د مرستیال والي ترڅنګ د متحده عرب اماراتو پنځه ډپلوماټان هم وژل شوي وو.

افغان چارواکو دې بریدونو ته په غبرګون کې وویل چې وسله وال ځکه په افغانستان کې د بریدونو تر سره کولوجوګه دي چې په قبایلي سیمو کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر هم وویل چې که څه هم پاکستان د وسله والو د پټنځایونه له منځه وړلو کې ځېنې پرمختګونه کړي دي خو دا مسله لا هم تر ډیره شتون لري.

بل پلو په کابل کې را پارېدلو یو شمېر افغان وګړو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په کابل کې دې د پاکستان سفارتخانه وتړي او د دې هیواد پر ضد دې ګامونه پورته کړي.

دا غوښتنې د جمعې په ورځ په کابل کې د زرغون بهیر په نوم غورځنګ تر سیورې لاندې په تر سره شوې مظاهره کې شوې دي.

د مظاهرې مشرانو او ګډونوالو پر نړیواله ټولنه ږغ وکړ چې پر پاکستان د دې لپاره جدي فشار واچوي چې هغوی په خپله خاوره کې د وسله والو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG