د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د کرايميا په اړه د رېکس ټېلرسن څرګندونې رد کړې


د رېکس ټېلرسن د څرګندونو په غبرګون کې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن وياند ويلي، هېواد يې د ښاغلي ټېلرسن د کرايميا په اړه دريځ ردوي.

روس د امريکا د منتخبه ولسمشر ډونلډ ترمپ د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند رېکس ټېلرسن د کرايميا په اړه څرګندونې رد کړې دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ويلي وو، روس یو داسې خطر رامنځته کړی چې په اړه يې بايد د امریکا اتحاديان بېدار و اوسي.

رېکس ټېلرسن د سېنټ بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته ويلی وو ،په داسې حال کې چې روس په نړیوال سټېج درناوی او ارتباط لټوي، وروستیو فعالیتونو کې یې د امریکا ګټې له پامه غورځولي دي.

روس یو داسې خطر رامنځته کړی چې په اړه يې بايد د امریکا اتحاديان بېدار و اوسي. رېکس ټېلرسن

کمېټۍ ته په خپله وينا کې رېکس ټېلرسن د روس له خوا د کرايميا په ځان ګډول و غندل او دا يې له نړيواله قانونه سرغړونه و بلله.

د ښاغلي رېکس د دغو څرګندونو په غبرګون کې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن وياند ديمتري پېسکوف د زيارت په ورځ ويلي وو، هېواد يې د ښاغلي ټېلرسن د کرايميا په اړه دريځ اورېدلی او دوی يې ردوي.

انټرفېکس خبري اژانس د روس ولسمشر د وياند له خولې وايي، دوی له دې سره اتفاق نه کوي او خپل دريځ به وروسته روښانه کړي.

د ښاغلې ټېلرسن څرګندونو په روس کې هم بحث راپارولی دی او کرېميلن پلوه خبريالانو او پارليماني غړيو يې ورباندې تبصرې کړي دي.

په سرکاري ايف ايم راډيو کريميلن پلوه خبريال ولاديمير سلويوف ويلي، د رېکس ټېلرسن څرګندونې حېرانونکې نه دي.

( زموږ اورېدونکو ته زه ۱۵۶ ځل وايم، ټېلرسن نه هم د روس د ټيلي ويژن د نړۍ لوی اتل ويکر دی او نه هم ډونلډ ټرمپ د سويت د دورې يو خيالي جاسوسي اتل کرنل اسايو دی. دوی دواړه محب الوطنه امريکايان دي. که چرته يې د کانګرس منظوري تر لاسه کړه نو لومړی به د هېواد د بهرنيو چارو وزير او دوم به په راتلونکو څو ورځو کې له منتخبه ولسمشره څخه ولسمشر شي. دوی هيڅ اراده نه لري چې هغه ژمنې پوره کړي چې له سره يې له روس سره کړې نه دي. د دوی لپاره امريکا او د هغې تګلارې لومړيتوب لري.)

ېلرسن په ځانګړې توګه په ډاګه کړه چې امريکا به له روس سره د کرايميا يووالی و نه مني خو البته يوازي په هغ صورت کې به يې و مني که دا سيمه په داسي طریقه منظمه کړل شي چې يوکراین ورباندې مطمينه شي. ليوند سلټسکي

د روس د پارليمان ډوما د نړيوالو اړيکو کمېټۍ مشر لیونډ سلټسکي بيا انټر فيکس خبري اژانس ته ويلي چې د اورېدنې پر مهال دده زياته دلچسپي په دې کې وه چې ښاغلی ټېلرسن د کرايميا په اړه څه وايي.

ده زياته کړه، که په ژوره توګه ورته و کتل شي نو دده خاصه توګه دلچسپي د بنديزونو او سايبر حملو په خبرو کې دومره نه وه لکه چې د کرايميا د پوښتنې په اړه مې وه.

دده په وينا، ټېلرسن په ځانګړې توګه په ډاګه کړه چې امريکا به له روس سره د کرايميا يووالی و نه مني خو البته يوازي په هغ صورت کې به يې و مني که دا سيمه په داسي طریقه منظمه کړل شي چې يوکراین ورباندې مطمينه شي.

د روس د پارليمان يو بل وتلي غړي الکسي پوسکوف پر ټويټر پاڼه ليکلي، د سنا بهرنيو چارو کمېټۍ د اورېدونو پر مهال رېکس ټېلزسن هم هغه دريځ خپل کړچې په په امريکا کې په عمومي توګه شتون لري.

XS
SM
MD
LG