د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستونزه د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ده


بروکینګز څېړنیزې ادارې د پاکستان په اړه په یو راپور کې لیکلي دي چې د پاکستان په اړه د نړۍ فکر هله بدلېدی شي کله چې په ریاستي بیانیه کې بدلون راشي او اقتصادي اصلاحات عملي شي.

ستونځه د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ده. ریاستي بیانیه دا ده چې د پاکستان وجود له هنده په خطر کې دی او بله دا چې مذهب د دې هېواد یو بنیادي اړخ دی. د دې جرړه په نولس سوه اووه څلویښتم کال کې د هند وېش ته رسېدلې ده. د دې بیانیې په نتیجه کې جهادي هلې ځلې قانوني ګرځول شوې دی خو دا هر څه د یو خوندي او پرامنه پاکستان پر ضد دي.

پاکستان د خپل نوم ښه کولو لپاره هڅې کوي خو د پاکستان بدنامي له دې کبله نه ده چې ګني په دې نیزدو کلونو کې هلته ترهه ګر بریدونه شوي دي یا پاکستان له ترهه ګرو ډلو سره اړیکې لري.

ستونځه د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ده. ریاستي بیانیه دا ده چې د پاکستان وجود له هنده په خطر کې دی او بله دا چې مذهب د دې هېواد یو بنیادي اړخ دی. د دې جرړه په نولس سوه اووه څلویښتم کال کې د هند وېش ته رسېدلې ده. د دې بیانیې په نتیجه کې جهادي هلې ځلې قانوني ګرځول شوې دی خو دا هر څه د یو خوندي او پرامنه پاکستان پر ضد دي.

بله دا چې کومه بیانیه په ویره او د زور زیاتي په نظریه ولاړه وي هغه ریښتونې او تلپاتې پرمختیا نه شي راوړی. د پاکستان پرمختګ لپاره یوې نوې بیانیې ته اړتیا ده او د هغې لپاره لیرې تلو ته حاجت نه شته. د پاکستان جوړونکي محمد علي جناح اویا/۷۰ کاله وړاندې د یو جدید جمهوریت تصور ورکړی وو. پاکستان ته پکار ده چې د دغه تصور عمليکولو لپاره ګامونه پورته کړي.

خو له بده مرغه پاکستان لا دې منزل ته له رسېدو ډېر لیرې دی ـــــ ځکه چې اقتصاد يې ښه نه دی او جمهوري سیاست يې د کمزوریو ښکار دی. پوځ په سیاست کې برلاسی دی او دوه لوی سیاسي ګوندونه يې د اداري فساد له تورونو سره مخامخ دي. د پاکستان د درېیم لوی سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر د خپلې رویې له کبله پارلېماني سیاست زیانمن کړی دی او د یو متبادل مشر په کردار لوبولو کې پاتې راغلی دی.

اقتصادي وده د بیانیې په بدلون کې کردار لوبولی شي او د دې لپاره پکار ده چې پاکستان د اقتصاد په میدان کې نویو فکرونو او هنرونو ته وده ورکړي. د دې لپاره ښه تعلیمي ادارو او سرمایې ته اړتیا ده.

په راپور کې راغلي دي، کېدی شي چې اصلاحات عمليکول ګران کار وي خو باید د دوه زره اوولسم کال لپاره پاکستان دې ته ژمن پاتې شي. که چیرې پاکستان په دغه لاره ګامونه واخلي نو بیا به ورته د خپل نوم ښه کولو لپاره د کمپاینونو او هلو ځلو اړتیا پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG