د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند ګورنر سعیدالزمان صدیقي مړ شو


د سیند اسمبلۍ
د سیند اسمبلۍ

پخواني جسټس سعیدالزمان صدیقي د پاکستان سپریم کورټ قاضي پاتې شوی وو او د ۲۰۱۶م کال د نومبر له ۱۱مې د سیند ګورنر وو.

کراچۍ: د پاکستان د سيند صوبې ګورنر او پخوانی جسټس سعیدالزمان صدیقي د اتیا کالو په عمر کې مړ شوی دی.

په کراچۍ کې د سیند د ګورنر دفتر په یو خبرپاڼه کې وویل چې پخواني جسټس سعیدالزمان صدیقي د ورپېښې ناروغۍ له امله سا ورکړې ده.

خبرپاڼه لیکي چې د هغه جنازه به د جمعې په ورځ د کراچۍ په پولو میدان کې تر سره کېږي او بیا به یې مړی په ګذري نومي هديره کې خاوره ته سپارل کېږي.

پخواني جسټس سعیدالزمان صدیقي د پاکستان سپریم کورټ قاضي پاتې شوی وو او د ۲۰۱۶م کال د نومبر له ۱۱مې د سیند ګورنر وو.

د نوي ګورنر تر ټاکل کېدو د ګورنرۍ چارې د سیندهـ اسمبلۍ سپیکر اغا سراج دراني ته سپارل شوې دي.

XS
SM
MD
LG