د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د بشري حقونو مبارز سلمان حیدر لپاره مظاهره


د خیبر پښتونخوا مدني ټولنو، زده کوونکیو او د سیاسي ګوندونو غړیو د بشري حقونو مبارز، شاعر، لیکوال او استاد سلمان حیدر د خوشې کولو لپاره نن د پيښور پریس کلب مخې ته یوه مظاهره وکړه.

د مظاهرې ګډونوالو وویل یوازې د سږي کال په لومړیو څو ورځو کې څلور کسان لادرکه کړل شوي دي. چې پکې هغه کسان هم شامل ول چې په ټولنیزو رسنیو زیات فعاله وو.

مظاهرې ته د وینا پر وخت د عوامي نیشنل ګوند د پارلمان پخوانۍ غړې جمیلا ګیلاني وویل پاکستان یو جمهوري هېواد دی او باید په دغه هېواد کې د خلکو د بنیادي حقونو خیال وساتل شي. او داسې کومې ادارې او یا یوې ډلې ته دا اختیار نشته چې یوڅوک هم داسې پورته کړي.

جمیلا ګیلاني وویل دغه هېواد یو ایین او قانون لري چې د خلکو د بنیادي حقونو خیال ساتي،او ریاستي ادارې داسې هیڅ اختیار نه لري چې خلک بغیر د څه تپوسه او قانوني اجازته اوچت کړي.

مظاهره کونکیو وویل د هغو خلکو لادرکه کېدل د اندېښنې خبره ده، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو لپاره کار کوي.

مظاهرې ته د سیاسي او ټولنیزو چارو فعالې ثنا اعجاز وویل حکومت باید د ټولو لادرکه کړل شوو کسانو د راخوشېکولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر له اسلام اباده د جمعې شپې راهيسې لادرکه دی. د نوموړي د تښتولو زمه واري چا نه ده. د جنورۍ په څلورمه عاصم سعید او وقاص ګورایا او د تېر خالي په ورځ احمد رضا نصیر چې په ټولنیزو رسنیو فعاله وو، لادرکه شوي دي.

XS
SM
MD
LG