د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه جي ګل: د فاټا اصلاحات به زر منظور شي


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني غړیو مشرشاه جي ګل اپريدی وايي چې د فاټا اصلاحاتي رپورټ په اړه جمعيت علما اسلام (ف) له حکومت سره اتفاق کړی دې او امکان دی چې د راتلونکې جمعې يا ګل په ورځ به په کابينه کې دا اصلاحات منظور شي۔

خو بل پلو جمعيت علما اسلام ف د خيبر پښتونخوا وياند وايي چې په اصلاحاتو کې هغوی په خپل موقف ولاړ دي او غواړي چې قبایلي سیمې په خيبر پښتونخوا کې ورګډولو نه مخکې هلته په فورې توګه اصلاحات نافذ کړل شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د فاټا پارلماني مشر شاجي ګل اپريدي وويل چې د جمعيت علما اسلام ف له مشرانو سره د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ ليدلي، او دواړو ډلو په موجوده اصلاحاتو اتفاق کړی دی.

خو بلخوا د خيبر پښتونخوا جمعيت علما اسلام (ف) صوبايي وياند عبدلجليل جان د اتفاق په اړه بيان ردوي او وايي چې جمعيت علما اسلام ف له وړاندې ويلي دي او اوس هم په خپل موقف ولاړ دي چې په فاټا کې دې اول اېف سي ار ختم کړل شي او اصلاحات دې نافذ شي او قبايلي سيمې دې ځان له صوبه جوړه شي.

دی زیاتوي چې قبایلي سیمې په خيبر پښتونخوا کې تر ګډولو مخکې هلته په فورې توګه د اصلاحاتو ضرورت دی.

جمعيت علما اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ لري، چې د قبایلي سیمو په اړه که هره فیصله کېږي نو دا واک او اختیار دې د فاټا ولس ته ورکړل شي.

په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره وزير اعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کمېټۍ جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو د دورو وروستو خپل تيار کړل شوي سفارشاتو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله وار شکل کې په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي۔

XS
SM
MD
LG