د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجید اڅکزی : امنیتي او جاسوسي ادارو ته غله او مجرمان مالوم دي


مجید خان اڅکزی
مجید خان اڅکزی

مجید خان اڅکزي وویل دوی په دې پوه دي چې امنیتي او جاسوسي ادارو ته په سیمه کې ټول غله ، مجرمان او قاتلان مالوم دي خو پر ضد یې ګامونه نه پورته کوي.

کوټه: د بلو چستان په اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامی ګوند غړي او د پبلک اکاونټس کمیټۍ مشر مجید خان اڅکزی وايي ، امنیتي او جاسوسي ادارو ته په صوبه کې ټول غله او مجرمان مالوم دي.

مجید خان اڅکزي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته تر وینا وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

مجید خان اڅکزي زیاته کړه چې تیره ورځ وسرانانو ته نزدې وسله والو کسانو د سیمې یو مشرملک محمد عیسی په دزو وژلي خو تورن کسان لا هم نه دي مالوم کړل شوي.

نوموړي وویل چې دوی په دې پوه دي چې امنیتي او جاسوسي ادارو ته په سیمه کې ټول غله ، مجرمان او قاتلان مالوم دي خو پر ضد یې ګامونه نه پورته کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د جمعې په ورځ په کوټه کې په یو وسله وال برید کې پنځه کسان په نښه کړل شو.

د ناڅرګندو وسله والو له خوا د کوټې پر سپینې سړک په نښه کړل شوو دې پنځو کسانو کې یوه وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

په اسمبلۍ کې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره اړه لرونکي د اقلیت غړي ولیم برکت وویل کهڅه هم پهچمن کې د هندو تجار په قتل تورن کس نیول شوی دی خو بیا هم په مذهبي لږکیو کې سخت وېره خپره شوېده.

د بلوچستان وزیراعلی نواب ثنا‌ء الله زهري د اسمبلۍ غوندې ته په وینا کې ویلي چې په صوبه کې د هر وګړي امنیت ساتل د حکومت زمه واري ده.

وزیراعلی نواب ثنا‌ء الله زهري زیاته کړې چې حکومت به هیڅ یوه چا ته د لښکر جوړولو او امنیت خرابولو اجازه ورنکړي.

نوموړي د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې ته امر کړی چې د دې تازه پېښو په اړه دې د شنبې تر ورځې رپوټ وړاندې کړي.

نواب ثنا‌ء الله زهري وویل ، چې کوم کسان په دې پېښو کې لاس ولري نو هغوی ته به د ده په وینا ، خامخا سزا ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې په صوبه کې د واکمن اتحاد غړي پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښان په پرلپسې توګه نیوکې کوي چې د صوبې امنیتي او جاسوسي ادارې د بدامنۍ تر شا لاس لري خو هغوی دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG