د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ډرامو اداکار نعیم جان ومړ


د زیارت په ورځ د خېبر پښتونخوا د پښتو ډرامو ، سټېج ، فلم او د راډیو صداکار نعیم جان له اوږدې ناروغۍ رورسته ومړ.نوموړي د پنجشنبې پر ماښام د خپل پلارنی کلي نو ښار رحیم اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

نعیم جان په ۱۹۵۷م کال د مې میاشتې په ۶ مه نیټه په نو ښار کې پیدا شوی وو.

نوموړي ۵۲ کاله وړاندې په راډیو پاکستان پېښور کې خپل فن پېل وکړ او بیا رورسته د ټي وي په ډرامو کې يې ځانته یو مقام پېدا کړ.

هغه په سلګونو د ټي وي او راډیو ډرامو کې اداکاري کړی چې په کې يې په مشهور کردارونو کې روغ لېوني ، بوتل غریب ، طوطي ګل ، جالا ډوب ماما او ګل خان شامل دي.

نعیم جان له څلورو کالو راهیسې د شوګر فالج او بلډپرېشر په ناروغیو اخته شوی وو او د نوښار په حکیم اباد سیمه کې په یو کرایي کور کې سره د خپلو نهه بچو او دوو میرمنو اوسېدو.

د نوموړي د فن او ژوند په حواله د پښتو او اردو ډرامو نامتو اداکارې نوشابه مشال راډیو ته وویل.

“د نعیم جان تګ د پښتو ډرامې لپاره ډېره لوی تاوان دی او دا هېڅکله هم نه شي پوره کېدای. ډېر ښه ښه هنرمندان شته خو د نعیم جان خپل یو مقام وو او ډېر په فن پوهه کس وو“

د پښتو ډرامو یو بل اداکار طارق جمال مشال راډیو ته وویل:“هغه ډېر ښه فنکار وو او موږ ترې ډېر څه زده کړي وو نن چې هغه له دې دنیا په کومو حالاتو کې لاړو ۹۵ فيصده اداکاران هم په دې حال کې ځي او په دې کې تر ټولو لویه ستونزه د حکومت بې توجو يي ده .زه بیا بیا حکومت ته دا خواست کوم چې د فنکارانو مرسته وکړي ځکه چې دې کې ځینې فنکاران داسې دي چې د هغوی روزګار یوازې له فن او هنر سره تړلی دی او د هغوی ریټایرمنټ هم نه وي نو پکار ده چې د دوی غور وکړي”.

یاده دې وي چې د هندکو او اردو ډرامو نامتو اداکار افتخار قېصر او د پښتو ژبې سندرغاړی اکبرحسېن په ګډون یو شمېر نور فنکاران او هنر مندان د ناروغۍ ژوند تېړوي.

XS
SM
MD
LG