د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر تورخم دروازه دې د بې-ګمرکه ګاډو تلاشي نه کېږي'


پر تورخم دروازه د پاکستان کسټم چارواکي او کسټم کلیېرینګ ایجنسیو مالکان افغانستان ته مالونه وړونکو ګاډو په جزوي تلاشۍ باندې سره متفق شوي دي.

پر تورخم دروازه د پاکستان کسټم چارواکي او کسټم کلیېرینګ ایجنسیو مالکان افغانستان ته مالونه وړونکو ګاډو په جزوي تلاشۍ باندې سره متفق شوي دي.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنسیو مالکان وایي، چې له تېرو څو ورځو د پاکستان کسټم چارواکیو افغانستان ته د مال وړونکیو ګاډو مکمله تلاشي شورو کړې وه او پوره ګاډی به یې راتش کړ او قیمتي سامانونو ته به یې زیان ورساوه او ورسره به د یو ګاډي په تلاشي باندې لږ تر لږه پینځه ګنټې وخت ولګېدلو.

دوی وویل: (په کسټم قانون کې د ډيوټي فري مال وړونکيو ګاډي یوازې پینځه فیصده تلاشي کېدلی شي او د پوره ګاډي تلاشي اخېستلو اجازت نه-شته، نو دوی د یوې ورځې لپاره احتجاجا کسټم کېلیېرینګ بند کړی وو خو اوس یې له کسټم چارواکو سره تر کامیابو خبرو پس د کسټم کلیېرینګ چارې پيل کړې دي او پر تورخم دروازه افغانستان ته مال وړونکي ګاډي روان دي.)

د تورخم کسټم کلیېرینګ ایجنټس اسوسیېشن یو مشر طاهر خان مشال راډيو ته وویل:

(افغانستان ته چې د ټرانزیټ ډیوټي فري ګاډي ځي نو له هغوی سره د پاکستانيو چارواکو هېڅ کار نه-شته، دا خو د افغانستان مالونه دي، دوی به یوازې دا ګوري چې په کراچۍ کې یو ګاډي ته کوم سیل لګېدلی دی هغه خو مات شوی نه دئ؟ که روغ وي نو بس جزوي تلاشي به یې اخلي او که مات شوی وي نو بیا یې حق شته چې ټول ګاډۍ تلاشي کړي، نور هسې دې خلک نه تنګوي.)

ځایي خلک وایي،

(د پاکستان پولو سمبالولو تګلارې تر عملدارۍ پس پر تورخم دروازه سختي شورو شوې او د خلکو تګ راتګ پرې ډېر کم شوی دی.)

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنسې یو کارکونکې واحد خان وایي:

(د افغانانو له نه راتګ سره د دوی کار اغېزمن شوی دی او د امپورټ ایکسپورټ کار ورسره ډېر متاثره شوی دی. مخکې به د ورځې په حساب په کروړونه روپیو محصول راټولېدلو خو اوس دلاکونه هندسه هېڅ کروړونو ته نه رسي. موږ غوښتنه کوو چې د ننګرهار خلکو ته دې پر راهداري کارډ باندې تورخم او خیبر ایجنسې پورې د راتګ اجازه ورکړي او دغه د پاسپورټ او ویزې شرط دې ختم کړي چې کاروبار ورسره وکړو.)

د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې له لومړۍ نېټې پاکستانيو چارواکو د افغان وګړو لپاره پر تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط ایښی دی او د سفري اسنادو بغیر یې پر تورخم دروازه پاکستان ته نه پرېږدي.

د پاکستان او افغانستان تجارت۷۰ فيصده کم شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي:

(پر تورخم دروازه یې د نوي کال د جنورې له لومړۍ نېټې د پاکستانيو وګړو لپاره هم د پاسپورټ شرط اېښی دی او چې کوم پاکستانۍ وګړې افغانستان ته ولاړ شي نو بې پاسپورټه به یې پاکستان ته نه ورپرېږدي او پر تورخم دروازه به ترې له شناختي کارډ سره سره پاسپورټ هم کتل کېږي خو د لواړګي اوسېدونکو لپاره دغه شرط نه-شته.)

پاکستاني چارواکي وایي، پر تورخم دروازه یې د سختۍ مقصد په دې لاره د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول دي.

XS
SM
MD
LG