د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د تېلو ټېنکروالو احتجاج خلک اغېزمن کړي دي


د تېلو ټېنکرې
د تېلو ټېنکرې

د کوټې یو اوسېدونکي حاجي نصیب الله وویل ، په ځانګړې توګه د هغو خلکو ژوند درېدلی دی کوم چې موټرې او یا هم رکشې د مزدورۍ لپاره چلوي.

کوټه: په بلوچستان کې د تیل ټېنکرو مالکانو کاربندیز کړی دی چې له کبله یې خلک د تېلو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د ټول پاکستان د تېل ټېنکرو اتحادیې له تېرو درو ورځو راهسې کاربندیز کړی چې ورسره د مرکز کوټې تر څنګ زیاتره سیمو ته د تېلو ورکړه درېدلې ده.

د یادې اتحادیې ویاند ټکري اسماعیل مشال راډیو ته وویل چې د کسټم یا ګمرک چارواکو په ناقانونه توګه تر ۱۰۰ زیات په تیلو بار ټېنکرې نیولې دي.

خلک وايي ، د ټېنګرو د کاربندیز له کبله په پیټرول پمپونو کې تېل نشته او دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د کوټې یو اوسېدونکي حاجي نصیب الله وویل ، په ځانګړې توګه د هغو خلکو ژوند درېدلی دی کوم چې موټرې او یا هم رکشې د مزدورۍ لپاره چلوي.

حاجي نصیب الله وویل دوی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دا مسله هواره کړي.

د حضرت ولي په نامه یو رکشه چلوونکی پیترول پمپ ته د تېلو ترلاسه کولو په تمه ولاړ وو او مشال راډیو ته یې وویل ، زموږ څه ګناه ده؟ ایا په دې امن راځي چې دوی تېل بند کړي دي؟

حضرت وليوویل ، باید حکومت او احتجاج کوونکي د غریبو حلکو ژوند او د ناروغانو حالت ته پام وګړي.

یو ۶۰ کلن حاجي نادر خان وویل ، دی پر موټرسایکل ماشومان سکول ته وړي او اوس چې پیټرول نشته نو ماشومان سکول ته نشي بیولای.

د کوټې اوسېدونکي وايي چې په پمپونو کې د تېلو نیشتوالي له کبله په تور بازار کې د ایرانيو پټرولو یو لیټر ۱۲۰ روپیو ته رسیدلی دي ـ

د بلوچستان وزریراعلی نواب ثناء الله زهري اړوند چارواکو ته امر کړی چې دا مسله دې ژر تر ژره هواره کړي.

که څه هم د کسټم چارواکو په دریځ احیستلو کې بریالي نو شو خو رپوټونه وايي چې د تېلو دا سل تېنګرې په دې تور نیول شوې دي چې په ناقانونه توګه یې ایراني پیټرول انتقالول.

XS
SM
MD
LG