د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د جنورۍ پر څلورمه نېټه یوې چاودنې ۱۹ کسان ټپي کړي دي.
د پولیسو یو ځايي مشر محمد نواز مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د یو داسې بم په وسیله شوې ده چې له لرې ځایه سمبالېدی.
د پولیس مشر محمد نواز په وینا ، د برید هدف پولیس وو.هغوی زیاته کړې چې په دې پېښه کې د لاس درلودونکو د میندلو او نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نده منلې. ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې وخت نا وخته پکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو داسې بریدونه کېږي.