د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام یاغي ډلو د مذاکراتو درولو اعلان کړی


په شام کې د حکومت ضد لاریون برخه وال
په شام کې د حکومت ضد لاریون برخه وال

روس او ترکي هلې ځلې کوي چې روانه میاشت د قزاقستان په مرکز استانه کې امن مزاکرات وشي.

د شام یاغي ډلو د جنورۍ پر دویمه اعلان وکړ چې د روس په منځګړیتوب د امنپه اړه مزاکرات دروي.

د دوی په وینا ، دا ځکه چې د شام حکومت د ډزبندۍ له څلور ورځنۍ هوکړې سرغړونه کړې ده.

د شام حکومتي ځواکونو د جنورۍ پر دویمه په داسې حال کې د دمشق او حلب ښارونو په شاوخوا کې بریدونه زیات کړل چې د ښارونو د اوبو رسد یې خوندي کول غوښت.

د یاغیانو ډلو په یوه بیان کې وویل چېد پوځ او ایران ملاتړ لرونکې ملیشې که په کومه سیمه کې پرمختګ وکړ نو د سولې خبرو اترو لپاره د هلې ځلو د ختمېدو تر څنګ د روس او ترکي په منځګریتوب د دسمبر دېرشمې د ډزبندۍ هوکړه به هم اغېزمنه شي.

د یاغیانو یو شمېر ډلو په یو لاسلیک شوي بیان کې وویل چې د شام حکومت او ملګرو یې ډزبندي نه ده درولې او په لویه پېمانه د سرغړونو په کولو سره یې د سلګونو انسانانو ژوند ته ګواښ ورپېښ کړی دی.

روس او ترکي هلې ځلې کوي چې روانه میاشتد قزاقستان په مرکز استانه کې امن مزاکرات وشي.

د تېرې اوونۍ په پای کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې هڅو تایید کړی دی خو تر ډزبندۍ وروسته موافقه هم د تېرو هغو په شان کمزورې ثابته شوې چې د اوربند باوجود هم په ځینو سیموکې د تشدد پېښو دوام وکړ.

د یاغیانو ډلو د روس کردار تر پوښتنې لاندې راوستی چې ایاد شام حکومتي ځواکونو باندې د اثر صلاحیت لري که څنګه او دا هم چې ایا ایراني ملګري یې د ډزبندۍ پر هوکړه عمل کولای شي که څنګه؟

د یاغیانو د بیان له مخې تر ټولو زیاتې خلاف ورزۍ د دمشق په شمال غربي سیمه کې د یاغیانو تر واک لاندې په براده ناوه کې شوي دي.

د شام حکومتي ځواکونه او د ایران ملاتړ لرونکی حزب الله ډله دغه سیمه د بیرته نیولو لپاره هڅې کوي ځکه چې دا سیمه د دمشق د اوبو د رسد مهمه سرچینه ده.

یادونه: دا د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د رپوټ ژباړه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG