د لاسرسي ځای

تازه خبر

قمر نسیم: په ۱۲ کلونو کې تر ۱۵ زره زیاتې ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي


د غیرت په نوم د وژل شوې یو مېرمنې عکس
د غیرت په نوم د وژل شوې یو مېرمنې عکس

قمر نسیم وویل ، دا ښيي چې یا خو د مېرمنو پر ضد تشدد زیات شوی دی او یا هم د داسې پېښو ثبتول زیات شوي دي.

پېښور: د پښتونخوا د مدني ټولنو د نیټ ورک تر سوري لاندي د سېشنبې په ورځ په پېښور پریس کلب کي په یو خبري کانفرنس کې وویل شو چې په تېرو دولس کلونو کې د مېرمنو پر ضد په تشدد کې زیاتویالی راغلی دی.

دوی وویل چې له ۲۰۰۴مه د ۲۰۱۶م تر پایه د غېرت په نوم تر پنځلس زروه زیاتې ښځې وژل شوې دي.

د پښتونخوا د مدني ټولنو د شبکې مشر قمر نسیم په پاکستان کې له ۲۰۰۴مه تر ۲۰۱۶مه له ښځو سره د شوي جنسي تېري ، غېرت په نوم وژنو او د تشدد د نورو پېښو په اړه مشال راډیو ته مالومات ورکړل.

هغه وویل ، د جنسي تېري ۴۷۳۴ پېښي دي، د غېرت په نوم ۱۵۲۲۲ ښځي وژل شوې دي، ۱۵۳۵ ښځي سوزول شوې دي،۱۸۴۳ښځي د کورني تشدد ښکار شوې دی، ۳۵۹۳۵ سځو ځانونه وژلې دي او د ښځو د تختولو ۵۵۰۸ پېښي ثبت شوې دي.

قمر نسیم وویل ، دا ښيي چې یا خو د مېرمنو پر ضد تشدد زیات شوی دی او یا هم د داسې پېښو ثبتول زیات شوي دي.

د پښتونخوا د مدني ټولنو یو بل فعال تیمور کمال مشال راډيو ته وویل چې په ۲۰۱۰م کې مرکزي حکومت د جنسي تېری د مخي نیوي لپاره یو قانون جوړ کړی وو چې له مخې یې په نورو صوبو کې هم ادارې جوړې شوې او هم یې مشران وټاکل شو خو په خیبر پښتونخوا کې اداره شته او مشر یې نشته.

د مدني ټولنو فعالان وايي په عدالتونو کې هم د تشدد ښکار ښځو ته انصاف نه رسېږي او د حکومت لخوا د تشدد د مخنیوي پر قوانینو عمل نه کیږي.

په خبري کانفرنس کي د پښتونخوا د مدني ټولنو د شبکې د شمېرې ترمخه په خیبر پښتونخوا صوبه کي تر ټولو زیاتې ښځې د غېرت په نوم وژل شوې دي او په پنجاب صوبه کي تر ټولو زیاتې ښځې د اجتماعي جنسي تېری ښکار شوې دی.

XS
SM
MD
LG