د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استنبول برید ذمه واري داعش منلې ده


په دغه وسلوال برید کې نهه شپیته کسان ژوبل شوي هم دي. په وژل شوو او ژوبلو کې د روس، عراق،لبنان،تیونیسیا، لیبیا او اسراییل وګړي هم شامل دي. دغه وسلوال لومړی د رینا نایټ کلب په دروازه کې په پولیس ډزې وکړې او هغه یي وواژه، او له دغې وروستو چې څنګ کلب ته داخل شو، نو په خلکو یي ډزې پیل کړې. د برید ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې/داعش منلې ده.

په دغه وخت په کلب کې د ۵۰۰ نه تر۷۰۰ پورې کسان موجود وو. وسلوال د سانټا کلاس په کالو کې راغلی وو. د ترکي وزیراعظم بینالې یلدریم وایي وسلوال د ډزو وروستو په تیښته کې بریالی شو، په دغه وخت خلکو منډې وهلې نو ځکه د هغه څه پته ونه لګیده. د استنبول ګورنر واسپ ساهن وایي دغه یو ترهګر برید وو. ساهن وایي هغه ډیر په بې رحمۍ سره په هغو خلکو ډزې پیل کړې چې په دغه وخت یي د نوي کال خوشالۍ لمانځلې.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي د دغه برید مقصد په ترکي کې اړی ګړی پیدا کول دي خو دوی به څوک دې ته پرې نه ږدې. هغه په یوه بیان کې ویليد یوه ملت په حیث به دوی تر پایه نه یواځې دا چې د دغسې وسله والو حملو پر ضد مبارزه کوي بلکې داسې حملې به په شا تنبوي چې د دوی په اقتصاد، سیاست او ټولنې تر سره کیږي.

د ترکي د داخله چارو وزیر سلیمان سویلو وايي ډیر زر به دغه حمله کونکی ونیول شي، او د دغې لپاره یي د لټون عملیات پیل کړي دي.

ګڼو نړیوالو مشرانو د امریکا ولسمشر باراک اوباما، د هند وزیراعظم نرېندر مودي او د بريتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن دا حمله غندلې او له ترکیې سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. د یورپي یونین د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیډریکا موغیرینې په یو ټویټ کې وییلي دوی په دغه پیښه سخت خپه شوي دي، او باید د داسې پیښو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وشي.

دې نه وړاندې ترکي چارواکو ویلي وو،چې د نوي کال د جشن لمانځلو پر وخت یي سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي. او څه نا څه ۱۷۰۰۰ پولیس یي ځای پر ځای کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG