د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ځوانانو لپاره دوه ورځنۍ ادبي مېله وشوه


د غونډې عکس

د یادې ادارې مشر رازق فهیم وویل چې دا ګام یې د دې لپاره واخیست چې د پاکستان د نورو سیمو د نومیالیو ادیبانو ، شاعرانو او د بلوچستان د پېغلو او ځوانانو ترمنځ یو بحث ته زمینه برابره کړي.

کوټ: د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د ځوان کهول لپاره جوړه شوې دوه ورځنۍ ادبي مېله د جمعې په ماښام پای ته ورسېده.

په دې دوه ورځنۍ مېله کې ګډون کوونکو ادب پوهانو وویل چې د بلوچستان په پېغلو او ځوانانو کې د ادب تر څنګ د ژوند د هرې برخې اړوند صلاحیتونه شته خو د دوی هنري وړتیاوو ته پاملرنه نده شوې.

د کوټې په سرینا هوټل کې تر سره شوې دا ادبي مېله د ځوان نسل د فکري او هنري روزنې لپاره کارکوونکې غیر حکومتي ادار ې – کالج اف یوت ایکټویزم – جوړه کړې وه.

په دې مېله کې د بلوچستان د بېلا بېلو سیمو تر څنګ د پاکستان له نورو برخو هم د یو شمېر ژبو ادیبانو او لیکوالو ګډون کړی وو.

د یادې ادارې مشر رازق فهیم وویل چې دا ګام یې د دې لپاره واخیست چې د پاکستان د نورو سیمو د نومیالیو ادیبانو ، شاعرانو او د بلوچستان د پېغلو او ځوانانو ترمنځ یو بحث ته زمینه برابره کړي.

د ځوانانو د چارو کارپوه رازق فهیم وویل چې په بلوچستان کې له ځوانانو سره د شناخت ، اقتصاد او مسلکي سفر په اړه یو شمېر پوښتنې دي.

په غونډه کې شریک لیکوال او شاعر عارف تبسم وویل ، په لاهور ، کراچۍ ، اسلام اباد کې داسې مېلې هر کال کېږي خو په کوټه کې تر سره شوې دا یو بنسټیزه غونډه وه.

عارف تبسم د بلوچستان د ځوان نسل د هنري وړتیاوو په اړه وویل چې داسې غونډې په ځوان نسل کې د هنري ودې لپاره د پام وړ رول لوبولای شي.

د مېلې یو برخه والې زده کوونکې اقرا ایوب مشال راډیو ته وویل چې دوی نه یوازې پر دې غونډه خوند واخیست بلکې ډېر څه یې پکې زده هم کړل.

د مېلې ګډون والو له حکومته غوښتنه وکړه چې د صوبې په نورو برخو کې دې هم د ځوان نسل فکري او هنري روزنې لپاره داسې مېلې جوړې کړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د دته خېلو کډوال دې ستانه کړل شي: جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG