د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري نثار: تر اوسه مو ۴۵۰۰۰۰ شناختي کارډونه بند کړي دي


چوهدري نثار
چوهدري نثار

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ خبري غونډې ته دا هم وویل چې ملا اختر محمد منصور پاکستاني اسناد په ۲۰۰۵م کال کې تر لاسه کړي وو.

اسلام اباد: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي، موجوده حکومت د کره کتنې په ترڅ کې شاوخوا ۴۵۰۰۰۰ جعلي شناختي کارډونه بند کړي دي.

د چوهدري نثار علي خان په وینا ، د یاد شمېر شناختي کارډونو تر څنګ۳۲۴۰۰ پاسپورټونه بند هم بند کړل شوي دي.

چوهدري نثار علي خان دا خبرې د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې یو خبري غوندې ته په وینا کې کړې دي خو کوم چې سم وي غه به بیرته خلاص کړل شي.

نوموړي وویل چې د کره کتنې پر مهال یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۶۳۴۰ شناختي کارډونه رد کړي دي.

د پاکستان حکومت د شناختي کارډونو او پاسپورټونو بیا کتلو لړۍ له هغه وروسته پیل کړه چې د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې د افغان طالبانو د هغه وخت مشر ملا اختر محمد منصور په داسې حال کې په بلوچستان کې ووژل شو چې د پاکستان په شناختي کارډ او پاسپورټ یې سفر کاوی.

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ خبري غونډې ته دا هم وویل چې ملا اختر محمد منصور پاکستاني اسناد په ۲۰۰۵م کال کې تر لاسه کړي وو.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت په څرګنده د جعلي شناختي کارډونو میندلو او بندولو خبره کوي خو یو شمېر ګوندونه وايي ، په دې ترڅ کې د عامو او بې ګناه خلکو شناختي کارډونه هم بند کړل شوي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د سېنټ او قومي اسمبلۍ تر څنګ په وار وار په عامو ولسي غونډو کې پر مرکزي حکومت نیوکې کړې دي چې د دوی په وینا د زرګونه پښتنو شناختي کارډونه یې بند کړي دي.

د یاد ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې چوهدري نثار ، نادرا او د مسلم لیګ نون مرکزي حکومت په کډه پښتون دښمنۍ ته ملاتړلې ده او دوی به د دې اجازه ورنکړي چې د عامو پښتنو شناختي کارډونه دې بندل کړل شي.

د جمعیت علماء اسلام ، عوامي نشنل ګوند او یو شمېر نور ګوندونو مخکښانو هم دا موضوع راپورته کړې او له حکومته یې غوښتي چې د عامو خلکو شناختي کارډونه دې نه بندوي.

په قومي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي مخکښ صاحبزاده طارق الله مشال راډیو ته وویل چې د عامو بې ګناه خلکو د ځورول کېدو باید تپوس وشي.

د دې تر څنګ د تېرې شورو په ورځ په کوټه کې د خلجي قامي اتحاد او مسلم لیګ ق ګوند مشرانو هم د مظاهري پر مهال ویلي وو چې نادراپه بلوچستان کې تر دوو لاکه زیات شناختي کارډونه بند کړي دي.

دغسي د دسمبر په پنځه نېټه د خیبر پښتونخوا اسمبلی ویلي وو، که مرکزي حکومت د پښتنو د بند کړل شوو شناخټي کارډونو ستونزه هواره نکړه نو د صوبې ټول سیاسي ګوندونه به په اسلام اباد کې احتجاج وکړي.

XS
SM
MD
LG