د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پروړاندې د پاکستانۍ تګلارې ناکامي


کوټه: د اګست پر اتمه نېټه (۲۰۱۶) په لوی روغتون کې پر وکیلانو ځانمرګي برید د ۵۴ وکیلانو په ګډون ۷۴ تنه ووژل
کوټه: د اګست پر اتمه نېټه (۲۰۱۶) په لوی روغتون کې پر وکیلانو ځانمرګي برید د ۵۴ وکیلانو په ګډون ۷۴ تنه ووژل

د نورې نړۍ په پرتله دیسېمبر د پاکستان لپاره غمجنه میاشت ده. په دې میاشت زموږ دوه لوی مخور سیاستوالان د ترهګرۍ ښکار شوي ول.

تېره اونۍ، موږ، زما د یوه زړه ور ملګري بشیر احمد بلور تلین ولمانځلو. نوموړی د ۲۰۱۲م کال پر ۲۲ دیسېمبر یوه ځانمرګي بریدګر اله وواژه چې له یوې ګوندي غونډې په راوتو وو. سره له دې چې پر بلور ناکامه مرګوني بریدونه شوي ول او په کلونو کلونو ورته دړکې ورکول کېدلې خو هغه کله هم له خپله ولسه ځان پرې نه کړ.

کله چې نړۍ کریسمس لمانځي او د نوي کال هرکلي ته تیاری کوي، موږ د ډیسېمبر پر ۲۷مه د خپلې پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو په بېدردۍ وژنه یادوو.هغه نهه کاله وړاندې له ږوږه ډکو پلویانو په منځ کې ووژل شوه.

د هغې وژنه لا هم له کره پلټنو پاتې ده.

بوټو او بلور د هغه څه باندې ۶۰ زرو پاکستانیو له ډلې دي چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې د ترهګرۍ تاوتریخوالي وځپل. هغه کړاونه او بې عدالتۍ چې په میلیونونه پاکستانیانو وګاللې، د ریاستي ادارو د هغو ناکامیو، منافقت او دوه مخیو چلندونو څرګندونه کوي چې په هېواد کې د ترهګرۍ وهلو لپاره ذمه واري ترغاړې لري.

په دغو ټولو ناکامیو کې لومړی د هېواد امنیتي ادارې راځي چې د پاکستانیانو ژوند او ښېګړه یې تر بل هر تصور مخکې تل د ناسمو تصوراتو اوامنیتي نظریو په نامه قرباني کړې ده.

پاکستان په ټوله نړۍ تر ټولو زیات جهادیان روزلي

دا له هېچا پټه نه ده چې له ۱۹۷۰م کال راهیسې، پاکستان د خپلو دښمنانو کمزوریکولو او د یوه خوندي راتلونکې لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه جهادیان راوړل، ویې ګمارل، ویې روزل او پیاوړي یې کړل. خو کله چې په دغه افراطي جهادیانو کې، ټول نه بلکې ډېری له خپلو پخوانیو اتحادیانو او په اسلام اباد کې له خپلو بادارانو سره په ټکر کې شول نو په لسګونه زره پاکستانیان یې ووژل.

سره له دې دومره ډېرو قربانیانو چې پاکستانیانو ورکړې، د ترهګرو شبکې لا هم ستراتیژیکې شتمني ګڼل کېږي او د هېواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې د یوې تګلارې د الې په توګه کارول کېږي. د هېواد ولسي او پوځي مشرتابه تل د ترهګرۍ -ضد سپېځلي غږونه راباسي.... کېدای شي د هغوی بریدونه پوښي، پام ترې اړوي، او یا هم خپلځانونه له وینې تویونو مستثنا کوي چې د پاکستان اوسنی تاریخ یې رقم کړی دی.

د دوی ناکامي، اداري او سیسټیماټیکه ده. تر یولسم سېپټېمبر وروسته نړۍ پاکستان او افغانستان د عصري ترهګرۍ لوی ګړ یا مرکز وباله خو اسلام اباد په کلونو کلونو د ترهګرۍ ستونزې له بڼې او کچې ځان غړوي او انکار کوي.کله چې دوی د دې ستونزې پر شتون سره یوه خوله هم شي نو د دغه ګواښ او خطر د وهولو لپاره د یوه سیاسي هوډ په رامنځته کولو کې ناکامه شوي دي.

د پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پرېوز مشرف د ”منځلارې روڼ اندۍ“ سرود او د اوسني حکومت د ترهګرۍ ضد قامي کړنلاره (نېشنل اېکشن پلان) د دوه مخي چلند تګلارې لپاره یو پوښ (کېموپلاژول) ثابت شوي دي. تر ډېره پاکستان ”بد ترهګر“ وهي چې په هېواد کې دننه د بریدونو مسول دي او ”ښه ترهګر“ لا هم زغمي چې تل یېهدف افغانستان او هند دی.

له نېکمرغه، په دغه پېچلې مبارزه کې هرڅه له منځه نه دي تللي، باید ۱۹۰ میلیونه پاکستانیان له ترهګرۍ پاک یوه خوندي سباوون لپاره راپاڅي. زه د اوسني عدالتي رپوټ ملاتړی یم چې په هېواد کې یې د یوه خونړي ترهګر برید په باب خپور کړی دی. د جسټس قاضي فایز عیسا۱۱۰ مخیزه راپور چې د اکثریت وکیلانو په ګډون د ۷۵ کسانو د وژنې په اړه وو، د پاکستانیو امنیتي ادارو ناکامي له ورایه په ډاګه کړې ده. د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه (۲۰۱۶م کال) په لوی روغتون کې یوه ځانمرګي برید د وکیلانو پوره یو نسل له منځه یووړ.

قاضي عیسا په ګوته کړې چې اسلام اباد ته د نوې تګلارې جوړولو ضرورت نه شته. “د افراطیت او ترهګرۍ د تباهۍ هوارولو لاره څرګنده ده. هغه د قانون عملداري ټینګول دي.” هغه په خپلو سپارښتنو کې ویلي، [دا یوه لویه بدمرغي ده چې قانون شته خو لاګو کېدل یې نه شته.]

اسلام اباد باید د ترهګرۍ ضد قانون عملي او پلی کړي او د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (NACTA) جاج دې واخلي او د پاکستان قانون ګڼې مادې دې لاګو کړي. د قامي کړنلارې یا نېشنل اېکشن پلان ۲۰ واړه مادې دې نافذې کړي او دا اله کېدای شي چې د اوسني آیین له مخې پاکستان یو ډیموکراټ هېواد پاتې شي.

د نېشنل اېکشن پلان لومړۍ ماده هم دا وه چې پر افراطي ډلو به بندیز لګول کېږي.

د دیسېمبر پر ۱۶مه نېټه د پېښور په یوه ښوونځي کې د وسله والو ترهګرو په خونړي برید کې د ۱۵۰ زده کوونکیو او استادانو تر وژنې وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه په یوه خوله د نېشنل اېکشن پلان ترشا ودرېدل. خو اسلام آباد پر اورپکو ډلو بندیز لګولو کې پاتې راغلی چې له کبله یې نېشنل اېکشن پلان په ټپه ولاړ دی.

د قامي اېکشن پلان له مخې یوازې پوځي عدالتونه فعال کړل شول. نور نه په مذهبي مدرسو کې اصلاحات وشول او نه هم د ناقانونه ګرځول شویو تنظیمونو پروړاندې چې په نویو نومونو کار پیلوي ګام واخېستل شو. په پنجاب صوبه کې هم د ناقانونه ګرځول شویو ډلو ټپلو پروړاندې عملیات نه ترسترګو کېږي. په لومړي سر کې وفاقي حکومت د دغه ډلو ټپلو پر وړاندې د اقدام کولو نیت کړی وو خو وروسته ښايي د خپلو پټو موخو له کبله بیرته برشا شول.

د ترهګرۍ ضد قامي اداره یې ښه بېلګه ده چې د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ پروړاندې څومره سنجبده ښکاري. دغه اداره چې د ترهګرۍ وهلو یوه مهمه باوري وسیله وه، د کورنیو چارو وزیر او استخباراتي ادارو غره توب دغه باور ترې وشوکولو. د ګڼو حکومتي ادارو ترمنځ د همغاړیتوب او همکارۍ لپارهد ترهګرۍ ضد قامي ادارې ناکټا پر غږونو یې غوږونه کاڼه ونیول.

دا هېڅ عجیبه نه ده چې د ناکرارۍ، شک او بې باورۍ په فضا کې اسلام تل د افراطیت او ترورزم پرضد د یوې بیانیې په رامنځته کولو کې ناکامه شوی دی. ډېری مذهبي مدرسې لاهم نه خو راجسټر دي او نه یې اصلاحات شوي دي. همدغه مدرسې په خپلو نصابونو کې د سختدریځۍ په نظریه تنکي ځوانان ګماري، روزي او د افراطیت لپاره یې کاروي. د دوی په نصابونو کې له فرقه ییزې کرکېډک مواد دي.

شاید اسلام آباد یو سیاسي ولوله او هوډ نه لري چې ترهګري وځپي ځکه چې له دې ګام سره به ”ښه ترهګر“ له خپله ځایه وخوځېږي. دا هغه اورپکي دي چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

که پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره یو نوی باب پرانیزي نو باید د ترهګرۍ وروستیو پېښو، روڼه او هراړخیزه عدالتي پلټنه وکړي.د دې پر موندنو او پر سپارښتونو عملداري به روانې لوبې ته د پای ټکی کېږدي چې د ترهګرۍ په نامه کېږي. له دې علاوه دې د ترهګرۍ جګړې پروړاندې یوه اغېزمنه او پرمغزه لارنقشه وړاندې کړل شي.

سیاستوال او دانشور افراسیبا خټک د پاکستان سېنېټ پخوانی غړی، په پاکستان کې د بشري حقونو پخوانی مشر پاتې شوی دي. دا لیکنه د لیکوال یوازې د لیکوال خپل نظر دی، د ازادې اروپا راډيو/ راډيو ازادي او مشال راډيو د هغه د نظر استازیتوب نه کوي.

XS
SM
MD
LG