د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان له جوړېدو راهیسې قبایلي ځوانان حقوق نه لري'


د قبایلو سیمو ځوانانو د خپلو بنيادي بشري حقونو او د ځوانانو تګلارې سره سرهد امن پالېسۍ غوښتنه کړې ده۔

قبايلي ځوانان وايي چې د پا کستان جوړېدو ۷۰کاله وشول خو په قبايلو کې د ځوانانو لپاره تر اوسه هېڅ يوه تګلاره جوړه نه شوه.

د اورکزۍ اېجنسۍ او د فاټا سټوډنټس آرګنایزېشن مشر شوکت عزیز مشال راډيو ته وويل چې په نړيواله کچه د ځوانانو او د هغوی راتلونکې لپاره پالیسۍ جوړېږي او هغوی بيا د دغه پالیسو مطابق د ملک و قام په ترقۍ کې برخه اخلي خو په پاکستان کې قبايل ځوانان له خپلو برخو او حقونو څخه محرومه ساتل شوي دي۔

د فاټا سټوډنټس ښځينه څانګې مشره ثمرين وزير وايي چې په فاټا کې ۶۴ فيصده د ځوانانو آبادي ده خو د حکومت لخوا ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي او ځوانان دوی لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د دې په وینا چې په فاټا اصلاحاتو کې هم ځوانان او ښځې له پامه غورځول شوې وې خو حکومت ته په دې سوچ پکار دی چې د فاټا ځوان کهول د تعليم، صحت او حقونو لپاره هېڅ تګلاره نه لري او که چېرې حکومت ورته دغه پالیسانې جوړې کړې دا به په سیمه تلپاتې امن سره مرسته وکړي.

د ځوانانو پاليسۍ په اړه له فاټا د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان مشال راډيو ته وویل ځوان کهول د قبايلو مستقبل دی. خو زیاتوي چې لومړی حکومت او سياسي ګوندونو د فاټا اصلاحاتو له لارې قبايلي ولس ته بنيادي انساني حقونه نه وي ورکړي نو دا قسمه پالېسۍ هېڅ معنا نه لري۔

قبايلي ځوانان وايي چې د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر بېریسټر مسعود کوثر د قبايلي سیمو ځوانانو لپاره د پاليسۍ جوړولو منظوري ورکړې وه خو پر هغه لاهم کار نه دی شوی۔ باید چې حکومت په دې لړ کې سنجیده ګامونه پورته کړي او د دوی په وینا پکار ده چې د دوی نور حقونه ونه وهل شي.

XS
SM
MD
LG