د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پرويز خټک په اقتصادي لار کې پښتانه دوکه کړل'


د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور فرنټ مشر د خېبر پښتونخوا له اعلا وزیر پرويز خټکه د استفا غوښتنه کړې چې په خبره یې اقتصادي راهدارۍ کې یې پښتون ولس دوکه کړی دی.

ډاکټر سيد عالم مسود وايي پروېز خټک په بیجېنګ کې د اقتصادي راهدارۍ په باب غونډه کې د پښتنو حقونه وبایلل.

نوموړی وايي بايد چې مغربي ريلوې پټلۍ له بيشامه د ملاکنډ په لار پېښور، ژوب،کوټې او بيا ګوادر ته وغځول شي او دوی د دې نقشه هم اعلا وزير پروېز خټک ته سپارلې وه خو هغه خټک دغه لار وبایلله او له پېښوره تر کراچۍ يې هغه رېلوې پټلۍ ومنله چې د لاهور په ګټه او د پښتنو په تاوان ده.

سيد عالم مسود وايي د پاکستان/چين اقتصادي پروژه کې له سړک سره د تړلیو صنعتي زونونو لپاره شپږ زره اربه روپۍ ايښودل شوي چې پکې اعلا وزير پروېز خټک هغه سړک غوره کړو چې يوازې اته اربه روپۍ لګښت پرې راځي.

د ډاکټر سيد عالم مسود مرکه د غږ په ځاي کې اوريدلی شئ.

پرويز خټک په راهدرۍ کې له پښتنو سره دهوکه کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ویلي ول، د چین – پاکستان اقتصادي لار په لړ کې یې ((درې لویې پروژې)) منظورې کړې دي.​

پروېز خټک د زیارت په ماښام په بیجنګ کې د چین – پاکستان ګډو همکاریو کمېټۍ ترغونډې وروسته خبریالانو ته وویل، په دې کې د پښتونخوا پینځو ضلعو تړلو اورګاډي پټلۍ پروژه هم شامله ده.

خټک زیاته کړه چې دی خپله د اقتصادي لار په پروژو کې د خیبر پښتونخوا له برخې مطمین دی. تر دې مخکې نوموړي پر وفاقي حکومت تور پورې کاوه چې د اقتصادي لار لویې پروژې یې پنجاب ته اړولې دي.

XS
SM
MD
LG