د لاسرسي ځای

د چارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوا د پوځي عدالتونو لخوا د ترهګرۍ په جرمونو کې ککړو اتو کسانو د مرګ سزا تایید کړه. دا عدالتونه د دوو کلونو لپاره د یو آییني بدلون په ترڅ کې جوړ کړل شوي ول.

پوځي سرچینو مشال رېډیو ته وویل، دوی ته ولسي یا سیویلین ادارو له ترهګرۍ سره په تړاو ټولې ۲۷۶ مقدمې استولې وې چې پکې ۱۶۱ کسانو ته د مرګ او ۱۱۵ کسانو د عمر قید سزا اورول شوې ده.

پوځي عدالتونه چې د کار موده یې د جنورۍ په اوومه نېټه ختمېږي، په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې څومره موثره ول؟ په دې اړه د دفاعي چارو څېړونکي ریټایرډ جنرل طلعت مسعود وویل:

"له دې سره تر څه حده ترهګرو ډلو او وسله والو ته دا احساس وشو چې که ونیول شي نو پانسۍ کېږي به، خو دا یو حقیقت دی چې په پانسیانو، جرمونه او ترهګري نه شي ختمېدلی. اوس دا چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې د پوځي عدالتونو رول څومره دئ، نو کېدای شي چې د دې عدالتونو له وجې هم په ترهګرو بریدونو کې کمی راغلی وي خو د دې ځینې نور وجوهات هم شته، د پوځي عدالتونو مقدمې او سزاګانې یې یواځینۍ وجه نه ده."

جنرل طلعت مسعود زیاتوي په دې دوو کلونو کې د عدالتي نظام اصلاح کولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره سویلین حکومت موثره قانون سازي و نه کړه چې په نتیجه کې به یې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو هڅه وشي.

بلخوا د انساني حقونو ادارې که یوې خوا ته د پانسۍ د سزا مخالفت کوي نو بلې خوا ته په پوځي عدالتونو تور لګوي چې په مقدمو کې یې روڼوالی نه شته.

په پاکستان د انساني حقونو د ادارې مشره زهره یوسف وايي دوی له اولې ورځې راهیسې د پوځي عدالتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي:

"په یوشمیر کېسونو کې د ملزمانو کورنۍ د ورځپاڼو له لاری خبرې شوې چې د هغوی خپلو خپلوانو ته د مرګ یا نوره سزا اورول شوې ده. په ځینو مقدمو کې بیا د ملزمانو وکیلانو د ثبوتونو د نشتوالي شکایتونه کړي دي. دا راز په پوځي عدالتونو کې ججان ډېره قانوني تجربه هم نه لري نو دا هر څه د انصاف د تقاضو کمی څرګندوي.''

خو د پوځ سرچینو مشال رېډیو ته وویل چې په دغو پوځي عدالتونو کې د هغو وسله والو خلاف مقدمې چلېدلي دي د کومو کېسونه چې ورته سیول ادارو او حکومت حواله کړي او دا چې په دې مقدمو کې د انصاف تقاضې په پام کې نیول شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG