د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پوځي عدالتونو موده غځول د ملکي عدالتونو سپکاوی دی'


د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان
د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان

د جمیعت علما اسلام مشر په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کاري مودې غځولو پرېکړه د ملکي عدالتونو سپکاوی وباله. مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل:

« دا پر ملکي عدالتونو بې باوري ښکاره کول دي. ملکي قاضیانو باندې نیوکې کېږي او هغوی بې زړه ښودل کېږي. په داسې تصور ورکولو سره د پوځي عدالتونو جوړونه، د ملکي عدلیې سپکاوی دی. پرځای د دې چې موږ پوځي عدالتونه جوړ کړو، ښه به وي چې د ملکي قاضیانو ژوند ته پوځ تحفظ ورکړي.»

'د پوځي عدالتونو موده غځول د ملکي عدالتونو سپکاوی دی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

مولانا فضل رحمان دا هم وویل چې حکومت پوځي عدالتونه په موقتي ډول د دوو کلونو لپاره جوړ کړي ول، اوس یې که حکومت د کار موده غځوي نو دا په خپله د دې خبرې اعتراف کول دي چې د ترهګرۍ خلاف جوړه شوې قامي کړنلاره (نیشنل ایکشن پلان) ناکامه دی.

د ترهګرۍ ضد نېشنل ایکشن پلان لاندې پوځي عدالتونه د ۲۰۱۵ م کال په جنورۍ کې جوړ شوي وو چې کاري موده یې د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ په ۷ مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG