د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات طالبانو ویاند مسلم خان په دار ځړول کېږي


د پاکستان پوځ مشر په کراچۍ کې د اسماعیلانو، د بشری حقونو مبارزې سبین محمود او د قانون نافذوونکیو ادارو غړیو په وژنو کې ککړ اته وسله والو ته د مرګ سزا کره کړه چې پکې د سوات طالبانو ویاند مسلم خان هم شامل دی.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې اته وسله والو ته مرګ د سزا علاوه نورو درو وسله والو ته پوځي عدالت د عمر قید سزا اورولې ده.

د پوځ مطبوعاتو څانګه زیاتوي چې د نورو وسله والو پشمول د سوات طالبانو ویاند مسلم خان هم پوځي عدالت ته خپل جرمونه منلي دي.

مسلم خان په کال ۲۰۰۹ کې د پوځي عملیاتو په موقع نیول شوې وو.

نوموړي ته د پاکستان پوځ او نورو قانون نافذ کونکې ادارې باندې د بریدونو په جرم کې سزا ورکړې شوې ده.

مسلم خان د تاوان په غرض د دوو چینیانو او د یو پاکستاني وګړي په تښتولو کې هم ککړ وو.

د پوځ مطبوعاتو څانګه وایي چې د پانسې سزا حافظ م عمیر، علی رحمان، عبدالسلام او خرم شفیق ته ورکړل شوې ده چې له یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره تړاو لري او دوی د کراچۍ په سیفورا چورنګۍ کې د اسماعیلي ټولنې پر یوه بس په برید کې او د بشري مبارزې سبین محمود په وژنه کې ککړ ول.

د پوځ مطبوعاتو څانګه وایي چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو غړیو محمد یوسف، سېف الله او بلال محمود ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

سرتاج علي ته بیا وسله والو ته د مالي کمک په جرم کې د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

له دې وړاندې په شپږم دسمبر د پاکستان پوځ نوي مشر د څلورو وسله والو د مرګ سزا لاسلیک کړې وه.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر میاشت کې په ارمي پبلیک سکول تر برید ورستیو د پاکستان پارلېمان په ارمي اېکټ کې له ترمیمه پس د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړې وه.

دا وخت د ملک په مختلیفو برخو کې نهه پوځي عدالتونو کار کوی.

XS
SM
MD
LG