د لاسرسي ځای

تازه خبر

 وکیلان: حکومت کې دننه د مخالفینو ملاتړي باید ونيول شي


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په داسې حال کې چې د هېواد باوري امنیتي او استخباراتي ارګانونه په دولت کې دننه د مخالفینو د ملاتړو پر موجودیت اعتراف کوي، نو لازمه ده چې په ډاګه شي او ونيول شي.

دفاع وزارت هغه کسان خلکو ته پېژني چې ترورېستي ډلو سره لار لري

مسعود: وسله‌والو مخالفینو په دولتي ادارو کې نفوذ کړی

دا استازي وايي، که امنیتي ارګانونه د داسې افرادو او کړیو په ډاګه کولو او نیولو کې سست عمل وکړي، دا به د حکومت او خلکو په لا زیان تمام شي او ناوړه پایلې به ولري.

د ولسي جرګې غړې کبرا مصطفوي وویل، امنیتي ځواکونه باید په دې برخه کې جدي عمل وکړي.

کابل کې د یوې انتحاري حملې قربانیان
کابل کې د یوې انتحاري حملې قربانیان

نوموړې زیاته کړه:

"د ملي امنیت ریاست انتقاد کوي چې داسې کسان شته چې د ترهګرۍ ملاتړ کوی، څوک چې د هېواد له سترو ګټو او ملي روغې جوړې سره خیانت کوي، باید ونیول شي او عدالت ته وړاندي کړل شي."

کوم چارواکي له مخالفینو سره د ښارونو په سقوط کې همکاري لري؟​

همدارنګه د دغې جرګې بلې غړې شکېبا هاشمي وویل، هر څوک چې په هره سطح کې وي او له هېواد سره خیانت کوي باید ونیول شي.

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې ښاغلی ستانکزی دا خبرې کوي بیا نو د ملي امنیت د مشر دنده څه ده؟ که زه خاینه اوسم او د ملي ګټو پرضد عمل وکړم، ولې مې نه‌ نیسي، زما هیله ده چې څوک د ملي ګټو پر خلاف عمل کوي باید ونیول شي."

وکیلان: یو شمېر دولتي چارواکي د ځان ساتنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي

د ولسي جرګې غړي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې په دولت کې دننه داسې کسان او کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.

ستانکزی: دولت کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.
ستانکزی: دولت کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.

د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د داسې کسانو په ډاکه کولو او نیولو توان نه لري ځکه چې ښايي د داسې کسانو او کړیو تر شا ځینې سیمه‌ ییزې او نړیوالې استخباراتي کړۍ ولاړې وي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کړۍ چې ده یادې کړي دي، زما باور دا دی چې ځیني سیمه‌ییز او نړیوال قوتونه د داسې کړیو تر شا ولاړ وي چې هم په حکومت کې داخل دي او هم د نظام له مخالفینو سره لاس لري."

په حکومت کې دننه د مخالفینو د ملاتړو د موجودیت خبره نوې نه‌ ده بلکې پخوا تر دې هم ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو ورته څرګندونې کړي.

کله کله ځینو خلکو او د مدني ټولنې فعالانو د مظاهرو په کولو سره پر حکومت ټینګار کړی چې دولتي ادارې دې له دغو کسانو او کړیو څخه پاکې شي.

حکومت هم تر دې وړاندې ټینګار کړی چې په دې برخه کې به جدي اقدام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG