د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر: افغانستان ته اکثره داعشیان له پاکستان نه راځي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، اکثره داعشیان له پاکستان څخه افغانستان ته راځي.

نوموړي هیله وښوده چې دغه ډله په پاکستان کې پټنځایونه ونه‌ مومي ځکه چې د ده په خبره دا کار د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ رامنځته کولای شي.

محمد حنیف اتمر ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي داسې نښې نېښانې شته چې داعشیان د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي.

د نوموړي په خبره په ننګرهار کې اتیا په سلو کې داعشیان پاکستانیان دي او هر کله چې د افغان ځواکونو له لوري پرې فشار راشي د ډیورنډ له کرښې اخوا ته اوړي.

ښاغلی اتمر وايي، که پاکستان او یا هم کوم بل هېواد د دغې ډلې لپاره پټنځایونه جوړ کړي یاده ډله افغانستان او سیمې ته جدي ګواښ پېښولی شي.

اتمر: د داعش ډلې اتیا په سلو کې جنګیالي پاکستانیان دي.
اتمر: د داعش ډلې اتیا په سلو کې جنګیالي پاکستانیان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"که دوی په پاکستان کې پټنځایونه پیدا کړي، نو موږ ته به هم په ستونزې واوړي او له بده مرغه اوس داسې نېښانې شته چې دوی له پاکستان څخه زموږ خوا ته راځي، په ننګرهار کې د داعش ډلې اتیا په سلو کې جګړه مار پاکستانیان دي او کله چې موږ پرې فشار راوړو دوی د ډېورنډ اخوا تېرېږي او بیا بېرته راځي."

ښاغلی اتمر له ټولو هېوادونو غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له دریځه ملاتړ او دفاع وکړي خو وايي، که څوک ترې ملاتړ هم ونه‌کړي په دې برخه کې به د افغانستان دریځ بدلون ونه‌مومي.

د نوموړي په خبره داعش ډله په افغانستان کې نه‌ ده پیدا شوې او له همدې کبله باید د دغې ډلې پر ضد جګړه کې افغانستان یوازې پرې نه‌ښودل شي.

چارواکي: داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان تر منځ د افغانستان په اړه درې اړخیزه ناسته وشوه.

په دغې ناسته کې چې د افغانستان استازي نه‌ و وربلل شوي د داعش پر فعالیت خبرې وشوې او په افغانستان کې د داعش حضور مخ پر پراخېدو اندېښنې وښودي.

ځیني وکیلان: کونړ کې د داعش حضور، ټول افغانستان ته ګواښ دی

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا په افغانستان کې د داعشیانو د حضور په اړه د یادو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه بولي او وایي داعشیان په هلمند، زابل او ننګرهار کې سخت ځپل شوي دي.

دفاع وزارت د مسکو غونډې ځواب کې: داعش افغانستان کې ځپل شوی

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي هم د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په غونډه کې ویلي چې په روان کال کې د داعش په ګډون وسله‌وال مخالفین سخت ځپل شوي او لا یې هم پر ضد عملیات دوام لري.

حبیبي: داعش ډله سخته ځپل شوې.
حبیبي: داعش ډله سخته ځپل شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"د ۱۳۹۵ کال په جنګي فصل کې په ننګرهار کې د داعش په بې‌رحمې ډلې سخت ګوزارونه شوي او د دوی جنګي ماشین له کاره لوېدلی دی او اوس‌یې هم پر ضد عملیات دوام لري."

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي چې د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي او له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي.

د افغانستان د سولې او جنګ د مطالعاتو په مرکز کې څېړونکی حکمت‌الله اعظمي وايي، په کار ده چې په افغانستان کې د داعشیانو د له‌ منځه وړلو لپاره جامع پوځي ستراتیژي ترتیب شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم په افغانستان کې د داعشیانو پر ضد د ګټورې مبارزې لپاره اړینه ده چې جامع پوځي ستراتېژۍ ترڅنګ غیر پوځي لارې هم ولټول شي."

د نوموړي په خبره پاکستان هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش مشري ترلاسه کړي.

ښاغلی اعظمي وايي، په سوریه او عراق کې هم پر داعشیانو فشار د افغانستان لپاره د خطر د زنګ په معنی کېدای شي ځکه چې هغوی هرو مرو هڅه کوي چې افغانستان ته راشي.

اتمر: مسکو او تهران دې طالبانو سره اړیکې سولې ته وکاروي نه جنګ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:17 0:00

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG