د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میاوالي کې اټومي برېښناکوټ جوړېږي


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د نهې پر ورځ د پنجاب په میاوالي کې د یوه اټومي برېښناکوټ (جوهري توانایي چشمه تري نيوکليېر پاور پلانټ) پرانست۔

دا د پاکستان اټومي انرژۍ کمېشن او د چین قامي اټومي کارپورېشن ګډه پروژه ده چې له دې څخه به تر ۳۴۰ مېګاواټه بجلۍ پيدا کېږي او په ۲۰۱۷م کال کې به بشپړ شي۔

د پرانستنې مهال وزير اعظم وويل چې د انرژۍ له دغه ډول منصوبو سره به په هېواد کې د برېښنا په لوډ شېډینګ کې کموالی راشي او تر ۲۰۱۸ کاله پورې به نه یوازې د بجلۍ لوډ شېډینګ ګرسره ختم شي بلکې دبجلۍنرخ به هم ارزانه شي.

د نواز شریف په وینا چې په ملک کې د بجلۍ ضرورت پوره شي نو صنعتکارانو او کروندګرو ته به هم لویه ګټه ورسېږي. او په پاکستان کې به دې بېکارۍ کچه راټیټه شي.

وزير اعظم زياته کړه چې له چین سره د سي پېک منصوبې لاندې پر يوشمېر منصوبو په تېزۍ سره کار روان دی او دواړه هېوادونه په بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا کې هم پر مختلیفو منصوبو کار روان کړی دی.

د پاکستان اټومي انرژۍ کمېشن د اټکلونو له مخې په ۲۰۳۰م کال د کراچۍ اټومي انرژۍ پروژې له بشپړېدو سره به یې هېواد اته زره اته سوه مېګا واټه برېښنا یا بجلۍ ومومي.

XS
SM
MD
LG