د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: پر ډیورند کرښه د زېرمو ګټه یوازې د پاکستان نه ده


د وزیرستان کډوالو پنډغالی
د وزیرستان کډوالو پنډغالی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پاکستان ته به په یوازې ځان په وزیرستان کې د پیدا شویو جیولوجیکي جوړښتونو او رسوبي حوزو څخه د استفادې اجازه ورنه‎کړي.

د دغه وزارت ویاند ذبیح‎الله سروري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت ډیورند فرضي کرښه کې د شته زېرمو په اړه یو پلاوی پاکستان ته لېږلی څو په دې اړه خبرې وکړي چې له رسوبي سیمو څخه د استفادې مېکانیزم څه ډول دی؟

په داسې حال کې چې افغان حکومت د ډيورند فرضي کرښه په رسمیت نه‌پېژني د کانونو وزارت وايي چې دوی تر اوسه د زېرمو په اړه بحث ته له تخنیکي نظره ګوري.

نوموړی وايي:

"موږ په دې پوهېږو چې د ډيورند کرښې هغې خوا ته د ګازو زېرمې تثبیت شوي دي، افغان حکومت عملاً په دې اړه یو پلاوی پاکستان ته ولېږه او ټاکل شوې چې د دې پلاوي د سفر په دوام دوه اړخیز ټيم جوړ شي تر څو دواړه لوري د دغو زېرمو څخه د استفادې او پراختیا لپاره تخنیکي هوکړې ته ورسېږي."

د پاکستان د ځينو رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د ګازو لویه زېرمه موندلې ده.

د ډان نیوز د معلوماتو له مخې د ګازو په کشف شوې دې ساحه کې تر درې تریلیون متر مکعب ګاز شته.

د کانونو وزارت وايي چې دوی په دې اړه له پاکستانه د معلوماتو غوښتنه کړې خو د پاکستان له لوري ورته لا معلومات نه‎دي ورکړل شوي او موضوع پټه ساتل شوې ده.

په ۱۹۷۰ کلونو کې یوې فرانسوي کمپنۍ هم د افغانستان سره په همغږۍ په دې ساحو کې یوه فضایي سروې کړې او د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته‌یې ځيني جوړښتونه تائید کړي وو خو د کېندنو په اړه‌یې تر اوسه چا لېوالتیا نه‎ده څرګنده کړې.

خو پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د تېلو وزارت معلوماتو له مخې لیکلي چې پاکستان اوس دلته په ۱۵ برخو کې د ګازو د استخراج جوازونه صادر کړي دي.

د چارو کارپوه انجینر مطیع‌الله خروټی وايي، اوس په دې اړه د افغان حکومت غږ اورېدل ستونزمن ښکاري خو په‌کار ده چې افغان چارواکي د ملګرو ملتونو او خپلو سیاسي ملګرو هېوادونو له لوري دا موضوع وڅېړي.

هغه وايي، د ډيورند ادعا یو خوا خو په تخنیکي لحاظ هم باید په سرحدي سیمو کې د کېندنو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ تفاهم موجود وي.

د چارو کارپوه انجینر مطیع‌الله خروټی
د چارو کارپوه انجینر مطیع‌الله خروټی

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"اصلاً دا د افغانستان د خاورې یوه برخه ده چې دا زېرمې په‎کې پیدا شوي خو څرنګه چې دا یوه معضله ده نو اوس دا موضوع په یوازې ځان نه افغانستان او نه پاکستان حلولای شي که څه هم پاکستان ادعا ولري چې دا زېرمې د دوی په عراضي کې پیدا شوي، خو د افغانستان حکومت، ولس او ملګري ملتونو ته دا د منلو نه‌ده که پاکستان نړیوالو توافق‌نامو ته غاړه کېنه‎ږدي او د افغانستان غوښتنو ته پاملرنه ونه‌شي زه فکر کوم دا به وضعیت کړکېچن کړي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوری د ډیورند کرښه په رسمیت نه‌پېژني او د دغې کرښې دواړو خواوو ته ځمکه خپل حق ګڼي.

د کانونو وزارت وايي، په دې برخه کې نه‌یوازې له پاکستان سره د تخنیکي بحث اړتیا ده بلکې د نورو ګاونډيو هېوادونو سره هم د رسوبي حوزو او ګډو جیولوجیکي جوړښتونو په اړه همغږي او کار کول مهم دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG