د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل رحمان: د پښتونخوا حکومت درغلۍ کې ککړ دی


د ارشیف انځور

د جميعت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمان تور پورې کړی چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا حکومت په درغلیو يا اداري فساد کې ککړ دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په کوهاټ کې يوې جلسې ته په وينا کې وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ جوړولو يوې ادارې ټولو کارکونکو د دې له کبله استعفا ورکړه چې د دوی په وينا په درغلیو کې د ککړ حکومت سره کار کول نه غواړي:

« ټولو ادارو ستاسو د درغېلو له کبله کار پريښود،او ویې ويل چې دوی ستاسو په صوبه کې کار نه شي کولی. نړيواله سروې هم وايي چې په اداري فساد کې خېبر پښتونخوا په لومړي نمبر ده.»

د پاکستان تحريک انصاف ګوند تر اوسه هم پر دې اړه څه نه دي ويلي. د نوموړي ایالت وزیراعلی پروېز خټک تر دې وړاندې د خپلې کابینې ځیني وزیران هم د درغلیو په تور له دندې لرې کړي وو. پخواني وزیر ضیا الله اپریدي وروسته له بنده په خلاصېدو پر پروېز خټک تور پورې کړی و چې پخپله په درغلیو کې لاس لري او د ملامتۍ ګوته نورو ته نیسي.

XS
SM
MD
LG