د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژه کې مغربې لاره ارو مرو غواړو"


د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی شوکت يوسفزی
د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی شوکت يوسفزی

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت د چين سره په اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د نورو منصوبو شاملولو خبره کوي، د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي د پښتنو د حق په اړه يې که اندېښنې ځواب نه شي، مظاهرې به وکړي.

څو ورځې مخکې وزيراعلی پرويز خټک له وزيراعظم نواز شریفه غوښتي وو چې د پښتنو له سيمو تېريدونکې مغربي لارې په اړه پوښتنو ځوابولو لپاره دې ټول ګونديزه غونډه راوغواړي.

د چین، پاکستان اقتصادي پروژې نقشه
د چین، پاکستان اقتصادي پروژې نقشه

د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزي نن مشال ريډيو ته وويل که غوښتنې يې ونه منل شي، احتجاجونه به وکړي.

« دوی په خوله خو موږ ته وايي چې ستاسو منصوبه په دې کې شته او دا به جوړېږي، خو چې موږ ترې اسناد غواړو چې ترې ثابته شي چې مغربي لاره هم په دې منصوبه کې شامله ده، نو هغه دوی موږ ته نه ښيي.»

شوکت یوسفزي وړاندې وویل چې دوی به د خپل حق د غوښتو لپاره هر قدم اوچت کړي، هغه که احتجاج کول وي، په اسلام اباد کې پرلت غځول وي، که د پارلیمان نه ګېره اچول وي. نوموړی وايي د خپلې صوبې حقونه به له مرکز نه ارو مرو غواړي.

پښتانه او بلوچ سياستوال تور لګوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی له سيمو تيريدونکې لارې صنعتي زونونه او نورې پرمختيايي پروژې پنجاب ته اړولې دي خو د مسلم لېګ (ن) حکومت دا نه مني او وايي چې دې منصوبه کې د ټولو صوبو حقونه خوندي دي.

XS
SM
MD
LG